Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2018

Новости за 21.02.2018

Pa.azadiradio.com 

په ډایکندي کې یوه ۲۶کلنه ښځه وژل شوې

د ډایکندي ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په میرامور ولسوالۍ کې یوه ۲۶ کلنه مېرمن تېره شپه زندۍ شوې او وژل شوې ده. د یاد ولایت د ښځو چارو رئیسې ذکیه رضايي ازادي راډيو ته وویل چې د ګل افروز په نوم دغه مېرمن د ډایکندي ولایت د میرامور ولسوالۍ په ککرک سیمه کې زندۍ شوې او وژل شوې ده. لا معلومه نه ده چې پېښه څه ډول او د چا لخوا را منځته شوې، خو مسؤلین وايي، د جنايي جرمنو په وړاندې د مبارزې مسؤلین یې څېړنه کوي. د وژل شوي مېرمني خاوند بهر ته په کار پسې تللی؛ ځکه نو د یاد ولایت د ښځو چارو ریاست... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ډایکندي کې یوه ۲۶ کلنه ښځه وژل شوې

د ډایکندي ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په میرامور ولسوالۍ کې یوه ۲۶ کلنه مېرمن تېره شپه زندۍ شوې او وژل شوې ده. د یاد ولایت د ښځو چارو رئیسې ذکیې رضايي ازادي راډيو ته وویل چې د ګل افروز په نوم دغه مېرمن د ډایکندي ولایت د میرامور ولسوالۍ په ککرک سیمه کې زندۍ شوې او وژل شوې ده. لا معلومه نه‌ده چې پېښه څه ډول او د چا له‌خوا رامنځته شوې، خو مسؤلین وايي د جنايي جرمنو په وړاندې د مبارزې مسؤلین‌یې څېړنه کوي. د وژل شوې مېرمنې خاوند بهر ته په کار پسې تللی، ځکه نو د یاد ولایت د ښځو چارو ریاست... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جمعیت ګوند له ارګ سره د خبرو د بیا پیلېدو خبر ورکوي

له جمهوري ریاست سره د خبرو لپاره د جمعیت اسلامي مرکچي پلاوی د دغو خبرو د بیا پیلېدو خبر ورکوي. د دغه پلاوي یوه غړي محې‌الدین مهدي نن ازادي راډیو ته وویل چې دوی هیله‌مند دي چې دا ځل به خبرې نتیجه ورکړي. ویل کېږي چې دغه خبرې له ۱۸ ورځو ځنډ وروسته بېرته پیلېږي. د افغانستان جمهوري ریاست د دغو خبرو په اړه زیاتې څرګندونې نه‌کوي، خو د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاندې منیرې یوسف‌زاده د سمنګان د نوي والي د کار د پیلېدو په اړه ازادي راډیو ته وویل چې د جمعت اسلامي ګوند د اجرائیه رئیس او د بلخ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

خواجه اصف: روس او پاکستان خپلو کې نېږدې شوي دي

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف وايي، روسیې ته یې د سفر موخه د سیمې د مسئلو حل موندل او د اسلام اباد او ماسکو اړیکې لا نورې ښې کول دي. نوموړی دا مهال روسیې ته په څلور ورځني سفر دي.خواجه اصف د سه شنبې په ورځ ناوخته مشال راډيو ته  په مرکه کې وویل چې له روسي چارواکو سره د سیمې او افغانستان په

Mashaalradio.com 

خواجه اصف وايي له روسیې سره یې د هیواد اړیکې ښې شوې

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف وايي، روسیې ته یې د سفر موخه د سیمې د مسئلو حل موندل او د اسلام اباد او ماسکو اړیکې لا نورې ښې کول دي. نوموړی دا مهال روسیې ته په څلور ورځني سفر دي.خواجه اصف د سه شنبې په ورځ ناوخته مشال راډيو ته  په مرکه کې وویل چې له روسي چارواکو سره د سیمې او افغانستان په

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د انسان تښتونکو پر پټنځای عملیاتو کې ۳تنه وژل شوي

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه يې د دغه ولایت په اوومه حوزه کې د انسان تښتونکو پر یوه مرکز عملیات کړي دي. د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق چي خپله يې هم په دغه عملیاتو کې ګډون کړی و ازادي راډیو ته وویل چې دغه عملیات تېره شپه پر درې بجې پیل او نن سهار پای ته ورسېدل. د قوماندان په وینا تښتوونکو د پولیسو سره مقاومت کړی او درې تنه يې د پولیسو لخوا وژل شوي  دي. قوماندان زیاتوي چې پولیسو د عملیاتو پر مهال یو څلور کلن ماشوم د تښتونکو له منګلو هم ژغورلی دی. چارواکي وايي چې د انسان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې د انلاین سوداګرۍ دفتر پرانیستل کېږي

ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې په پکتیا ولایت کې د انلاین سوداګرۍ لپاره یو نوی دفتر پرانیستل شي. د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې مشر ډاکتر عبدالنصیر عالمیار نن ازادي راډيو ته وویل چې د مالي خدماتو د دغې ادارې په پرانیستل کېدو سره به د سوداګرو ډېرې ستونزې هوارې شي. د مالي خدماتو دغه اداره پلان لري چې افغان سوداګر په نورو هېوادونو کې هم انلاین سوداګري وکړي.

Pa.azadiradio.com 

د شمالي کوریا چارواکو له مایک پنس سره د خبرو پروګرام لغوه کړ

د شمالي کوریا چارواکو د امریکا له مرستیال ولسمشر سره د خبرو په خاطر جوړ شوی پروګرام تر پيل یوازې څو شېبې مخکې لغوه کړ. تمه وه د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون خور په جنوبي کوریا کې د روانو ژمنیو المپيکي لوبو پر مهال له مایک پنس سره وګوري. د مایک پنس د دفتر رئیس نیک ایزر ویلي چې د شمالي کوریا چارواکو غوښتل مایک پنس په خبرو کې لږ نرمښت ښکاره کړي، خو چې کله ښاغلي پنس په شمالي کوریا کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه وغږېد د شمالي کوریا استازي ووتل او یا ښايي هغوی د خبرو په اړه له رښتیا زړه نه‌و ښه کړی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې ټرافیکي پېښې ۸ تنه وژلي

د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د یوه مسافر وړونکي او یوه بار وړونکي موټر په ټکر کې اته کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي. دا پېښه نن چهارشنبه سهار شوې ده. د هرات ولایت د امنیه قوماندان ویاند عبدالاحد ولي‌زاده ازادي راډیو ته وویل، په وژل شویو کې چې ټول‌یې د مسافر وړونکي فلاینکوچ موټر سپرلۍ وه، څلور ښځې، دوه ماشومان او دوه سړي شامل دي. پېښه هغه وخت وشوه چې مسافر وړونکی موټر د سړک غاړې ته له یوه درول شوي بار وړونکي موټر سره ولګېد.




Pa.azadiradio.com 

په تورخم کې د بار وړونکو موټرو ناڅرګند برخلیک!

د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، په تورخم کې د افغان سوداګرو بار وړونکي موټر له نامعلوم برخلیک سره مخ دي. د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي نن ازادي راډيو ته وویل، په تورخم کې دا مهال سلګونه سوداګریز بار وړونکي موټر بند پاتې دي. ده زیاته کړه: "له یوې خوا کوم توکي چي راغلي او ګمرک کې د تخلیې امکانات نه‌لري، په سرحدي ګمرک کې دوی ته باید اجازه ورکړي څو جلال‌اباد پورې راشي، له بلې‌خوا له دې لوري چې خالي لارۍ ځي پاکستان ته په سخته اجازه ورکوي چې لاړ شي فساد اوج ته رسېدلی او له هر موټر نه ۵۰... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د لوګر نوی والي وايي د امنیت ټېنګښت ورته لومړیتوب لري

د لوګر نوی والي محمد انور اسحاقزی وايي چې د خلکو په همکارۍ به د امنیت د ټينګولو له لارې د بیارغونې د پروژو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي. تېره ورځ د لوګر د نوي والي د معرفي او د پخواني والي حلیم فدايي د رخصت او مخه ښې په موخه جوړه شوې غونډه کې محمد انور اسحاقزي له خلکو او قومونو هم په خپلو کې د یووالي غوښتنه وکړه. ده وویل، په لوګر کې د بیارغونې او پرمختګ یوازنۍ لاره د خلکو ترمنځ یووالی او د امنیت ټینګول دي. نوموړي زیاته کړه: "زه چې کله لوګر ته راغلم او د ځوانانو او مشرانو مورال مې ولیده ما... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د عبدالرشید دوستم یو قوماندان د طالبانو په کمین کې وژل شوی

د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم یو قوماندان د طالبانو په کمین کې وژل شوی دی. دا خبره پرون سې شنبه ماښام د جوزجان امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجاني ازادي راډيو ته وکړه. هغه وویل، د جنرال دوستم دا قوماندان عبدالجلیل نومېده چې مازیګر مهال د ګزمې لپاره د باشیکود دښتې ته وتلی و چې له خپل موټر چلوونکي سره یوځای د طالبانو په کمين کې ووژل شو. هغه زیاته کړه چې طالبانو د جنرال دوستم د دغه قوماندان موټر هم سوځولی دی. جلیل قوماندان په «جلیل کور» مشهور و چې د جنرال دوستم قوماندان و او اوس وخت‌یې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خواجه اصف: د پیسو تور لېست کې د پاکستان د شاملولو اقدام ځنډیدلی

پاکستاني چارواکو ویلي چې د پیسو په تور لېست کې د دغه هېواد د شاملولو لپاره د امریکا اقدام درې میاشتې ځنډېدلی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف پرون سې شنبه ناوخته اعلان وکړ چې د مالي پرېکړو خاصې ډلې «FATF» پرېکړه کړې چې سمدستي د خړ لېست په نوم دغه لېست ته د پاکستان د ورشاملولو په خاطر د امریکا د پرېکړې په اړه کوم عمل ونه‌کړي. پاکستاني چارواکو اندېښنه درلوده چې په دې لېست کې شاملېدل به پر دغه هېواد درانه اقتصادي تاوانونه واچوي او د مخنیوي لپاره‌یې هڅې کوي. په همدې ارتباط پاکستاني چارواکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خواجه اصف: د پیسو خړ لېست کې د پاکستان د شاملولو اقدام ځنډیدلی

پاکستاني چارواکو ویلي چې د پیسو په خړ لېست کې د دغه هېواد د شاملولو لپاره د امریکا اقدام درې میاشتې ځنډېدلی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف پرون سې شنبه ناوخته اعلان وکړ چې د مالي پرېکړو خاصې ډلې «FATF» پرېکړه کړې چې سمدستي د خړ لېست په نوم دغه لېست ته د پاکستان د ورشاملولو په خاطر د امریکا د پرېکړې په اړه کوم عمل ونه‌کړي. پاکستاني چارواکو اندېښنه درلوده چې په دې لېست کې شاملېدل به پر دغه هېواد درانه اقتصادي تاوانونه واچوي او د مخنیوي لپاره‌یې هڅې کوي. په همدې ارتباط پاکستاني چارواکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې یو عکاس څارنوالانو ته د توهین په تور زنداني شوی

په کندهار کې یو عکاس او مدني فعال پر ټولنیزو رسنیو څارنوالانو ته د توهین په تور زنداني شوی دی. د کندهار د استېناف څارنوالۍ رئیس عبدالرحمن کوهشان ازادي راډیو ته وویل چې د عبدالعلي افغان په نوم عکاس او مدني فعال پر خپله فېس‎بوک پاڼه د کندهار د څارنوالانو توهین کړی او د جزا د نوي کوډ «قانون» پر اساس زنداني شوی دی. عبدالرحمن کوهشان زیاتوي چې د جزا په نوي کوډ کې د ټولنیزو رسنیو د کار کوونکو لپاره ډول ډول سزاګانې ټاکل شوې دي. بل‎خوا په افغانستان کې د ازادو ژورنالېستانو د ملاتړ ادارې یا نی د یوې خبرپاڼې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ناوئرت: د سوریې په ختیځه غوطه کې دې تاوتریخوالی سمدستي راکم شي

امریکايي چارواکو ویلي، دوی د سوریې پایتخت دمشق ته نږدې د یاغیانو تر ولکې لاندې پر محاصره شوې سیمه کې د سوریې د حکومت او متحدانو په بریدونو کې د زیاتوالي په اړه ژوره اندېښنه لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هدر ناوئرت د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، په ختیځه غوطه سیمه کې باید روان تاوتریخوالی سمدستي راکم شي. نوموړې همدارنګه بشارالاسد ته د وفاداره ځواکونو له‎خوا «د محاصرې او وږي کولو تاکتیکونه» وغندل. د سوریې د بشري حقونو د څار بریتانیا مېشتې ډله وايي، په دوه ورځو کې په دې محاصره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کُردي ملېشه: د سوریې حکومت عفرین ته پوځي ګروپونه استولي

په سوریه کې کُردي ملېشې وايي، حکومت پلوي ځواکونه د عفرین په شمال کې هغه سیمې ته استول شوي چې له ترکیې سره په پوله پرته ده، څو د ترکیې په وړاندې د دې سیمې په دفاع کې مرسته وکړي. د خلکو د ساتنې د کنډکونو یا «یپګ» په نوم کُردي ملېشو د سې شنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې وویل، د سوریې حکومت عفرین ته پوځي ګروپونه استولي چې په وینا یې له ترکیې سره پر پوله به مورچلې ونیسي او د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او سرحدونو په دفاع کې به برخه واخلي. په عین حال کې د سوریې دولتي رسنیو ویلي چې ترکي ځواکونو په عفرین کې د سوریې پر حکومتي ځواکونو د توپونو ډزې کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رحیمي: پر انټرکانټینټال هوټل د برید په اړه څیړنیز راپور بشپړ شوی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې پر انټرکانټینټال هوټل د وسله‎والو د برید په اړه د حقیقت موندونکې ډلې د څېړنو راپور بشپړ شوی او په نږدې راتلونکي کې به ولسمشر ته وړاندې شي. د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي پرون سې شنبه ماښام ازادي راډیو ته د دې څېړنو د نتایجو په اړه د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه او ویې‌وویل، کله چې ولسمشر اشرف غني ته د دې برید په اړه د څېړنو راپور وړاندې او تأیید شي، جزئیات به‌یې له خلکو سره شریک شي. یوه میاشت مخکې په کابل کې څو تنه وسله‎وال وتوانېدل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت د روسیې او پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې رد کړې

د افغانستان دفاع وزارت د روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو هغه څرګندونې رد کړې چې وايي، د داعش ډله په افغانستان کې په پراخېدو ده او افغان حکومت او ناټو پر دې خطر سترګې پټوي. د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، داعش وسله‎واله ډله په افغانستان کې ځپل شوې او کمزورې شوې ده. ښاغلي وزیري وویل: "اوس په افغانستان کې داعش مرکزونه نه‎لري. یوازې د ننګرهار د شینوارو د ولسوالیو په غرو کې یې څو ګروپونه دي او یو څه حرکت هم د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې لري. نور داعش په افغانستان کې نه... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus