په سوات مينګوره کې په لومړي ځل د درې اړخې انځورګرۍ (تري ډي ارټ) ننداره وړاندې کېږي چې ګڼ زده کوونکي او يوشمېر وګړي یې ليدو ته ورځي. ليدونکي وايي په لومړي ځل يې داسې ځانګړې انځورګري لیدلي.د دغه نندارې تابياکونکي وايي، دوی غواړي چې د لاسونو انځورګرۍ وده ومومي. د مشال راډيو خبريال نيازاحمد خان یې ویډيو رپورټ کښلی.