کرکټ بورډ نن په کابل کې له تېزو بالرانو نه ازموینه اخلي
د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسوول فريد هوتک ازادي راډيو ته وويل چې دغې ازموینې ته د ګډون په هدف په لسګونو ځوانان راغلي دي.
نوموړي وویل چې له دغې ازموینې نه به ښه فسټ بالران یا تېز توپ اچونکي غوره او د کرکټ بورډ له خوا ورته بېلابېل روزنیز پروګرامونه جوړ شي.
د افغانستان کرکټ بورډ تر دې وړاندې دغه پروګرام په یوشمېر نورو زونونو کې هم پلي کړی دی.