جرمني په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د شمېر د زیاتېدو پلان لري
د جرمني خبري اژانس د اون ډيریلاین په حواله وايي چې د دې پلان په عملې کېدو سره به په افغانستان کې د جرمني سرتېرو شمېر ۱۳۰۰ ته لوړ شي.
جرمني دا مهال په افغانستان کې ۹۶۳ سرتېرې لري.
د ناټو غړو هېوادونو تېر میلادي کال پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د خپل روزونکي ماموریت د سرتېرو شمېر له ۱۳ زرو نه ۱۶ زرو ته لوړ کړي.