د ستیف کول دغه کتاب د هغه د پخواني کتاب - د ارواو جګړه - په څیر له لنډو کیسو، رازونو او ناویل شوو خبرو یو په زړه پورې بیان دی. دغه کتاب د ۵۵۰ کسانو سره د مرکو پر بنسټ په لسو کلونو کې لیکل شوی دی. کتاب په څه باندې ۷۰۰ مخونو کې چاپ شوی او تیره اونۍ بازار ته راووت.