د ننګرهار ولایت په ځانګړې توګه په جلال اباد ښار کې په دې وروستيو کې جنايتي جرمونه، غلاوې او هدفي وژنې زیاتې شوې، په همدې اړه د مشال راډيو خبريال بازمحمد عابد د ننګرهار له والي محمد ګلاب منګل سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې هدفي وژنې سیاسي او که جنايي دي؟ نوموړي په ځواب کې ویلي دي.