په کونړ کې ښځینه پولیسو ته نوې درې پوړیزه ودانۍ جوړېږي
د یادې ودانۍ په یوه پوړ کې به د ښځینه بندیانو نظارت خونې، په یوه کې به یې د ښځینه پولیسو دفترونه او په بل کې به یې د ښځینه پولیسو د بچو لپاره وړکتون وي .
د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت نن شنبه ازادي راډیو ته وویل:
"په دې کې موږ ډېر مشکلات درلودل، کله به چې د کومې ښځې له خوا کومه پېښه رامنځته شوه، نو د ښځینه پولیسو د نه موجودیت او بیا د تورنې ښځې د نظارت لپاره د ځای له نه شتون سره يې ډېرې ستونزې درلودې، په روان کال کې د ښځینه پولیسو شمېر هم زیاتېږي، په نوي تعمیر به نېږدې ۱۴ ميلیونه افغانۍ لګښت راشي، د کورنیو چارو وزارت له خوا دغه پیسې ورکول کېږي، په درېیو پوړونو کې جوړېږي او ۱۷ د خونې به ولري."
کونړ یو سرحدي ولایت دی چې اکثره کورنۍ خپلو خویندو او مېرمنو ته په دفترونو کې د کار کولو اجازه نه ورکوي او همدا لامل دی چې کله ناکله په یو شمېر دولتې ادارو کې د ښځینه کار کوونکو د نه موجودیت له امله، ښځینه مراجعینې له مشکلاتو سره مخ کېږي.