روسيې نن د مارچ ۲۲مه د اوکراین د انرژۍ پر زېربناوو درانه بريدونه وکړل. په دې بريدونو کې د اوکراین يو لوی د برښنا بند په نښه شو چې په ژاپوریژیا اټومي بټۍ برښنا پرې شوه. دغه راز د اوکراین په نورو سيمو کې د برښنا د پرې کېدو او د ودانيو د ويجاړېدو راپور ورکړل شوی دی.
سیمهییزو چارواکو راپور ورکړی چې د اوکراین په خملینسکي په غیرنظامي سیمې د هوايي برید له کبله یو تن وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي. د ازادي راډیو/ازادې اروپا خبریال په سیمه کې حضور درلود او له بریدونو وروسته یې تصویرونه اخیستي دي.
روسیې نن د اوکراین پر مرکزي او د دې هېواد په نورو استوګنو سیمو په پراخه کچه بریدونه وکړل. د اوکراین په خمیلیتسکي سیمه کې چارواکو ویلي، په دې بریدونو کې یو تن وژل شوی او څو نور ټپیان دي.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته لسګونه زره کسان په تېره هغه مېرمنې چې فکر یې کاوه ژوند یې په خطر کې دی، له هېواده ووتلې. له دې ډلې یو شمېر فعالانې د یوه خیریه بنسټ په مرسته اسټرالیا ته کډه شوې. دوی هلته هم هغه ښځې چې په هېواد کې دننه د طالبانو له محدودیتونو سره مخامخ دي نه دي هیرې کړي.