طالبانو ښځې د زده کړو له حقه بې برخې کړي، خو زموږ تاریخ ښيي چې موږ پیاوړي او مقاومه یوو. حتی په خورا سختو شرایطو کې ښځې نهیلي شوي نه دي، له عقله یې کار اخیستی او د ښې راتلونکې لپاره یې هیله نه ده بایللې. ازادي راډیو د زده کړو د حق لپاره د ښځو د مبارزې ملاتړ کوي. د ښځو نړیواله ورځ دې مبارکه وي.
د مقتدرو ښځو د غورځنګ غړې او د ښځینه حقونو فعاله فوزیه وحدت وايي، د طالبانو د سختدریځه چلند او د مېرمنو د زنداني کېدو له کبله د معترضو مېرمنو لاریونونه پیکه شوي دي. هغه چې له افغانستانه د وتلو مخکې د طالبانو پر ضد د لاریونونو یوه غړه وه، ویلي، د معترضو ښځو فعالیت دوام لري او غږ به یې خاموشه نه شي.