په خوست کې یو شمېر خصوصي بنسټونه هغو سیمو ته ګرځنده روغتیايي ټیمونه او درمل لیږي چې خلک يې په خپلو نږدې سیمو کې روغتیايي اسانتیاوې نه لري.
دا ځل د خوست یعقوبیو ښارګوټي ته یوه ډله روغتیاپالان ورغلي او هلته يې د شکرې، زړه، لوړ فشار لرونکو او رواني ناروغیو ۳۵۰ ناروغانو کتنه کړې او هغوی ته يې وړیا درمل ورکړي دي.
خلک د دې کار هرکلی کوي او له نورو بشرپالو ټولنو او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو دې مرستې ورسره وکړي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.