د پي ټي اېم يو مخکښ ادريس پشتين نن (د جنورۍ پر پينځمه) مشال راډيو ته وويل چې هغوی تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې په زيات شمېر کې له اډيالې زندانه د منظور پشتين د خوشې کېدو او د هغه د هرکلي لپاره ورغلي ول، خو د نوموړي په وينا د پنجاب پوليسو پشتين له زندانه د ناڅرګند مقام پر لورې په خپلو ګاډو کې بوتلی.