په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن د مور د شیدو پر ارزښت او ماشومانو ته یې د نه ورکولو پر تاوانونو غږېدلي یو. د روغتیا نړیوال سازمان هر کال د اګست لومړۍ اوونۍ کوچنیانو ته د مور شیدو ورکړې په اړه د اګهۍ کیمپېونونو ته ځانګړې کوي. بشپړه خپرونه واورئ.
نوموړی وايي چې بیجنګ د چین پاکستان اقتصادي لارې (سيپیک) د پروژو په لړ کې د توانایۍ، له اوبو د برېښنا پیدا کولو، سړکونو او ټرانسپورټي چارو په ګډون په بېلابېلو برخو کې له ۲۵ اربه (مېلیارده) ډالرو څخه زیاته پانګونه کړې ده.
په کابل ښار کې د رها حسني په نوم يوه بله سينګارکوونکې د طالبانو له حکومته غواړي، چې په افغانستان کې د سينګارتونونو د بندولو په اړه پر پرېکړې له سره غور وکړي. د افغانستان د کسبګرو اتحادیې ویلي چې د افغانستان په ۱۲،۰۰۰ سینګارتونونه کې ۶۰،۰۰۰ ښځې د هغوی د کار ځایونو تړل کېدو له کبله بې روزګاره کېدای شي
د جولای ۳۰مې جلسې ته د پي ټي اېم د مشر منظور پښتین، په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازي علي وزیر په ګډون یوشمېر مخکښه مشرانو ویناګانې وکړې او د سیمې ګڼ اوسېدونکي، فعالان او د پي ټي اېم پلویان ورغلي ول.
د پولینډ یو غرختونکي د هېمالیا د غرونو د ګېشر بروم دواړو څوکو ته ختلی دی او په دې توګه یې یو رېکارډ جوړ کړی دی. نوموړی لومړی غرختونکی شو چې د قراقرم ټولو څوکو ته ختلی دی. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.