فوزیه کوفي وايي طالبانو یې شخصي کور نیولی او یو شمېر خپلوان یې ورته بندیان کړي
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونو فعاله فوزیه کوفي وايي چې طالبانو د هغې شخصي کور نیولی او یو شمیر خپلوان یې بندیان کړي دي. طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.اغلې کوفي د شنبې په ورځ په ایکس پاڼه په یوه بیان کې، چې په دریو میاشتو کې یې دوه وار په کورونو حملې شوي دي.هغې لیکلي درې میاشتې مخکې د دې شخصي کور طالب ځواکونو نیولی او د کورنۍ غړي او یو شمېر خپلوان یې اړ شول بل ځای ته کډه وکړي.اغلې کوفي ویلي تېره اوونۍ یو وار بیا د دې د کورنۍ په نوي استوګنځي هم طالب ځواکونو چاپه وهلې او یو شمېر کسان یې نیولي دي.هغې د نیول شویو کسانو د هویت یا شمیر په اړه څه نه دي ویلي.