ښځینه فوټبالرانو ته نوی فرصت، جلاوطنه فوټبالرانې اوس نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي
په جلا وطنۍ د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډلې په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په هدف د فوټبال د نړیوال فدراسیون«فیفا»اجازه ترلاسه کړه.
د فیفا د تازه اعلان له مخې، په خپلو نویو مقرارتو کې یې داسې بدلون راوستی چې په جلا وطنۍ کې د افغانستان د فوټبال د ښځو لوبډله ته په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لاره هواروي.