Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Апрель
2026

Новости за 29.04.2026

Pa.azadiradio.com 

پنټاګون: ایران سره د جګړې لګښت تراوسه ۲۵ ملیارډ ډالرو ته رسیدلی

د امریکا ددفاع وزارت ، پنتاګون ،یوه چارواکي وویل چې ایران سره ددغه هیواد د جګړې لګښت تراوسه ۲۵ ملیارډو ډالرو ته رسیدلی دی. دا لومړی ځل دی چې ددغې جګړې د لګښتونو رسمي شمیره خپریږي. د راډیو فردا ، د ازادي راډیو د ایران د څانګې د رپوټ په اساس دامریکا ددفاع وزارت دمالي چارو مدیر جولز هرست د استازو دجرګې پوځي کمیټې ته ویلي دي چې ددغه لګښت ډیره برخه په مهماتو شوې ده . امریکا د کب په نهمه په ایران بریدونه پیل کړل. اوس مهال ددواړو هیوادونو ترمینځ یونازک اوربند دوام لري.

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ وايي د ایران سمندري محاصرې ته دوام ورکوي

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ وايي نیت لري چې د ایران سمندري محاصرې ته ترهغو دوام ورکړي چې تهران دخپل اټومي پروګرام په اړه د امریکا د اندیښنو دلیرې کولو لپاره هوکړه وکړي. دونالد ټرمپ د چهارشنبه په ورځ اکسیوس ویبسایت ته وویل : " محاصره تریو بریده د بمباردمان په پرتله ډیره اغیزناکه ده، ددوی وضعیت به نورهم ناوړه کړي او وبه نشي کړای چې اټومي وسله ولري. " ټرمپ د ایران وړاندیز چې په کې له اټومي خبرو مخکې لومړی د هرمز تنګي د پرانیستلو او دمحاصرې دلیرې کولو غوښتنه شوې رد کړی دی. د روانې اونۍ پیل کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ریچارد بینټ:د طالبانو د «مبلغینو قانون» د بشر د حقوقو د نړیوالو قوانینو خلاف دی

د افغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارد بینټ د اندیښنې په څرګندولو سره وايي د طالبانو د «مبلغینو قانون» د بشر د حقوقو د نړیوالو قوانینو خلاف دی او داسې ښکاري چې د حنفي مذهب په ګټه تبعیض کوي. ریچارد بینټ چهارشنبې د (غويی په نهمه) په خپله ایکسپاڼه ولیکل : «دبشر حقوق د مذهبي او قومي اقلیتونو ملاتړ کوي. » هغه زیاته کړه چې ددغه قانون یوه بشپړه څیړنه روانه ده. افغانستان کې د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې دطالبانو مشر هبت الله اخوند زاده د «مبلغینو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اتریش افغانستان ته د کډوالو د ستنولو لپاره ازبکستان سره یو تړون لاسلیکوي

د اتریش کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل دغه هیواد راتلونکې میاشت د کډوالو په ایستلو کې اسانتیا لپاره له ازبکستان سره یو تړون لاسلیکوي چې په دې کې ددغه هیواد له لارې افغانستان ته د کډوالو لیږدول هم شامل دي.

Pa.azadiradio.com 

په لندن کې د یهودانو د وژلو په تور یو تن نیول شوی

د بریتانیا پولیسو نن چهارشنبه( د اپریل ۲۹ مه) وویل چې یو کس په لندن کې د دوو کسانو د وژلو په تور ونیول شو. د لندن په شمال کې چې یهودان ډير اوسي نن یوه نارینه دوه تنه په چاړې ژوبل کړل. د لندن پولیس وایي چې دا دوه ټپیان روغتون ته انتقال شول او د دوی روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی. پولیسو د نیول شوي مشکوک کس د هویت په اړه تر اوسه له رسنیو سره نور معلومات نه دې شریک کړي.

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د پاکستان له لورې پر کونړ د توغندیو ډزې روانې دي

په کونړ کې د طالبانو حکومت سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو له تېرې ورځې راهیسي د دې ولایت په بیلابیلو ولسوالیو لسګونه توغندي توغولي دي. د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریس نجیب الله حنیف ازادي راډيو ته وویل، تر ټولو ډېر زیان خاص کونړ ولسوالي کې خلکو ته رسېدلی دی.

Pa.azadiradio.com 

ښځینه فوټبالرانو ته نوی فرصت، جلاوطنه فوټبالرانې اوس نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي

په جلا وطنۍ د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډلې په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په هدف د فوټبال د نړیوال فدراسیون«فیفا»اجازه ترلاسه کړه. د فیفا د تازه اعلان له مخې، په خپلو نویو مقرارتو کې یې داسې بدلون راوستی چې په جلا وطنۍ کې د افغانستان د فوټبال د ښځو لوبډله ته په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لاره هواروي.

Pa.azadiradio.com 

مصنوعي ځېرکتیا لوی پرمختګ، خو د انځورونو برخه کې یې ځینو ته سرخوږی جوړ کړی

د ټولنیزو رسنیو یو شمیر افغان کاروونکي وايي، په( AI ) یا مصنوعی ځيرکتیا جوړو کړو تصویرونو ورته ستونزه پیدا کړې او د اصل او جوړ شوي تر منځ توپیر ورته ګران شوی دی. دوی وايي، ډیر ځله د دروغو پر بنسټ جوړو شویو انځورونو باندې دوکه شوي. ایا د اصلي او جعلي تصویر توپیر کیدلی شي؟ دغه راپور کې ورته کتنه شوې.

Pa.azadiradio.com 

پر کونړ د پاکستاني ځواکونو نوې بمبارۍ

پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا پر کونړ د توغندیو ډزې کړې دي. د راپورونو له مخې دا ډزې سه شنبه د ماسپښین درې نیم بجې د چپې درې پر ډاګ او شونګره کلیو پيل شوې دي چې نن هم روانې دي. د سیمې خلکو ازادي راډيو ته وویل چې د دې ډزو له امله یو تن وژل شوی او یوشمیر ټپيان شوې دي. همداراز په لسګونو کسان مجبوره شوې دي چې خپل کورونه پریږدي. تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دې ویلي. پاکستاني ځواکونو د کونړ ولایت د مرکز اسعد اباد په ګډون پر یوشمیر سیمو د دوشنبې په ورځ بمبارۍ وکړې چې پرون په کابل کې د طالبانو حکومت د دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فیفا د افغان کډوالو ښځینه فوټبال لوبډلې ته رسمیت ورکړ

د فوټبال نړیوال فدراسیون( فیفا) اعلان وکړ چې د کډوالو افغان ښځو لوبډلې ته به په رسمي سیالیو کې د ګډون اجازه ورکړي. د فیفا مشر ګیاني انفنتینو د سې شنبې په ورځ وویل چې د فیفا شورا د دې پریکړې تایید وکړ چې د افغان ښځینه لوبغاړو ډله به په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب ولوبیږي او فیفا به یې ملاتړ وکړي. فیفا وایي، دا تاریخي پریکړه ده او هدف یې دا دی چې دا ډاډ ترلاسه شي چې هغه لوبغاړې چې د دوی له واکه بهر د ځانګړیو شرایطو له امله نه شي لوبیدلی، له نړیوالو لوبو محرومې نه شي. د فیفا د مقرراتو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزیر کانګرس ته د ایران د جګړې په اړه معلومات ورکوي

د امریکا د متحد ایالتونو دفاع وزیر ( جګړې وزیر) نن کانګرس ته ځي چې د ایران د جګړې په اړه د کانګرس د غړیو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي. د دې جګړې له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې پیت هیګست د کانګرس د غړیو سوالونو ته ځواب وایي او ټاکل شوې ده چې ښاغلی هیګست به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو اعشاریه پنځه تریلیونه ډالرو دفاعي بودیجې په اړه هم د استازیو جرګې غړیو ته توضیحات ورکړي. په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو او ډیموکرات ګوند استازیو تر دې مخکې د ایران د جګړې په اړه د ترلاسه کړیو معلوماتو په اړه نارضایتي څرګنده... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

له اوپیک څخه د متحده عربي اماراتو تر وتلو وروسته استانې د دې تړون ملاتړ وکړ

د قزاقستان د انرژي وزارت نن وویل چې هیواد یې پر دې فکر نه کوي چې د تیلو د صادرونکو هیوادو له سازمان( اوپیک) څخه به وځي. د منځنۍ اسیا دغهَ هیواد یوه ورځ وروسته تر دې دا اعلان وکړ چې متحده عربي امارات وویل چې د ایران د جګړې له امله د انرژي د بحران په ترڅ کې له اوپیک څخه ووځي. اوپیک په نولس سوه شپیتم میلادي کال کې د سعودي عربستان، ایران، کویت، عراق او وینزویلا له لورې په بغداد کې تاسیس شو چې اوس یې د متحد عربي اماراتو په ګډون شمیر دولسو ته رسیږي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus