د امریکا او ایران د خبرو لپاره د اسلام آباد چمتووالی؛ خو ایران له مخامخ خبرو ډډه کوي
سپینې ماڼۍ ویلي ایرانیان غواړي له امریکا سره مخامخ خبرې وکړي او په همدې سبب امریکايي پلاوی اسلام اباد ته ځي.اخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اسلام اباد ته تللی او هلته یې د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر او نورو چارواکو سره کتلي.ایران بیا رد کړې چې دا وار به له امریکا سره مخامخ وګوري.ایران وايي هغه وخت خبرو ته راګرځي چې امریکا د ایران سمندري محاصره پای ته ورسوي.نور جزییات د صفي الله ستانکزي په رپوټ کې