Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغانستان لپاره د بریتانیا استازولي: واده شوې ښځې له فزیکي، جنسي او عاطفي ځورونو سره مخامخ دي

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو په وړاندې محدودیتونه ورځ تر بلې ډیریږي، د افغانستان لپاره د بریتانیا استازولي وايي په افغانستان کې واده شوې ښځې له فزیکي، جنسي او عاطفي ځورونو سره مخ دي.

دغه استازولۍ په خپله اېکس پاڼه د روغتیا د نړیوال سازمان ډبیلو ایچ او له قوله ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې ۴۶ سلنه واده شوې میرمنې فزیکي تاوتریخوالی تجربه کوي.

په بیان کې راغلي دي چې دغه شان ۳۴ سلنه واده شوې ښځې له عاطفي ځورونو سره مخ دي او ۶ سلنه نورې د جنسي تاوتریخوالي ښکار دي.

په بیان کې د ډبلیو ایچ او په حواله نور جزیات نه دي ورکړل شوي خو د دې تاوتریخوالي په پای ته رسولو کې د نارینه وو په مهم رول ټینګار شوی دی.

د بریتانیا استازولۍ د ادم په نوم د پکتيا ولایت د یوه ۲۹ کلن اوسېدونکي له قوله ویلي: "د ښځو او نجونو ملاتړ د کمزورۍ نښه نه، بلکي د یو رښتني شخصیت نښه ده. موږ باید د هغوی متحد، ملګري او د حقونو ملاتړي واوسو. "

په همدې حال کې د ننګرهار د ښیوې ولسوالۍ یوه ۴۵ کلنه اوسېدونکې چې په خبره یې نږدې ۱۸ کاله یې د واده کیږي او د شپږو اولادونو مور ده د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې خپله هم د کورني تاوتریخوالي ښکار شوې او د دوی په کلي کې ډیری نورې میرمنې هم له کورني تاوتریخوالي سره مخ دي.

"په وطن کې ستونزې زیاتې دي، د ښځو په وړاندې ستونزې بیخي زیاتې دي، د ښځو سره تاوتریخوالی شته دی، مېړونه له ښځو سره بد وضعیت کوي، ښه ژوند ورسره نه کوي، وهي یې ټکوي یې، په موږ هم همداسې وضیعت تېر شوی دی، خو زه وایم چې باید مېړونه له ښځو سره ښه چلند وکړي او په مینه ژوند تېر کړي. "

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته په دې هیواد کې د ښځو د غږ اورېدو ټول بنسټونه له منځه وړل شوي چې له امله یې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

په کابل کې د ښځود حقونو یوې فعالې د نوم د نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل:

"په افغانستان کې اوس مهال د ښځو چارو وزارت په ګډون د ښځو د غږ د اورېدو ټول بنسټونه له منځه وړل شو ی دي، او دا د دې لامل شوی چې په دې هیواد کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شي، همدا اوس راپورونه موجود دي چې په افغانستان کې جبري ودونه، کورنۍ تاوتریخوالی جنسي زورونې او نور روان دي، او دا ټول بیرته راګرځي د طالبانو نظام ته چې دوی نر واکۍ رمنځته کړې ،او ښځو ته اصلا د انسانانو په سترګه نه کتل کیږي. "

له دې وړاندې په افغانستان د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یونما هم ویلي وو چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالۍ لپاره د عدالت غوښتنې هیڅ قانوي لار یا د شکایت میکانیزم نشته.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان لپاره د بریتانیا د استازولۍ د تازه څرګندونو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو تېر کال د نومبر په ۲۵ مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي وو چې د ۲۰۲۱ کال راهیسي یې په افغانستان کې د جبري ودونو د پنځو زرو پېښو مخه نیولې ده.

دغه وزارت ادعا کړې وه چې دغه شان یې د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي د زرګونو قضیو مخه نیولې او دغه قضیو ته یې رسېدنه کړې، داسې مهال چې د بشري حقونو ګڼو بنسټونو په افغانستان کې و نورو نړیوالو سازمانونو په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت د خرابېدو خبر ورکړی.

یو ناما او د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د تېر ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۲۵ مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت په ګډه خبرپاڼه کې ویلي وو چې افغانستان لا هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی لوړه کچه لري چې د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو پر وړاندې د روان تبعیض له امله دغه تاوتریخوالی لا پسې زیات شوی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus