Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د اوکراین پر سومي ښار د روسیې په برید کې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده

اوکرایني چارواکي وايي، پر سومي ښار د روسیې د توغندیو په برید کې لږ تر لږ ۳۲ تنه وژل شوي دي.د اوکراین د بیړنیو خدماتو چارو ادارې د اپرېل پر ۱۳مه د مرګژوبلې لوړېدو خبر ورکړ. تر دې مخکې ځايي چارواکو د وژل شویو شمېر ۲۱ یاد کړی وو. په وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

چارواکي وايي، په حمله کې د ۱۰ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۸۴ تنه ژوبل شوي دي.

د سومي سیمې پوځي انتظامیې د اپرېل پر ۱۳مه وویل چې روسیو ځواکونو د هغه وړوکي ښار پر مرکز دوه بیلېسټېک توغندي ویشتلي دي.

هغه وړوکی ښار د اوکراین په شمال کې د روسیې پولې ته نېږدې پروت دی.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر اېهور کلېمېنکو ویلي دي چې پولیسو د پېښې ښکار شوی ځای کلابند کړی دی چې د بیړنیو خدماتو ادارې کارکوونکي په اسانۍ خپلې چارې ترسره کړای شي.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي برید غندلی دی. نوموړي د اپرېل پر ۱۳مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې روسیو توغندیو د هغې سیمې "یو عادي کوڅه - چې رهایشي ودانۍ او تعلیمي ادارې پکې دي - او عادي ژوند په نخښه کړی دی."

مسکو لا د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

په داسې حال کې چې امریکا په اوکراین کې د اوربند هڅه کوي، روسیې پر هغه هېواد حملو ته زور ورکړی دی.

د اپرېل پر شپږمه روسیو ځواکونو د اوکراین پر پلازمېنې کییف بیلېسټېک توغندی وویشت او د خارکیف په ختیځ کې یې پر یو ښار بم وغورځاوه. پر کییف په برید کې د ازادۍ په نوم د یو ټېلېوېژن وداني په نخښه شوه او پکې یو کس ووژل او لږ تر لږه درې ژوبل شول.

پر هم هغه ورځ د روسیې د دفاع وزارت وویل، اوکراین په هغه هېواد کې پر اهدافو ۱۱ ډرونونه ویشتلي دي.

تر دې یوه ورځ مخکې په کرېويي رې وړوکي ښار کې د روسیو توغندیو په برید کې د ۹ ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه ووژل شول.

مسکو دعوه کړې وه چې په هغه برید کې یې د اوکراینیو پوځیانو یوه غونډه په نخښه کړې وه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus