Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

مارک روبیو: په اوکرایین کې د سولې راوستو په خاطر د ولسمشر ټرمپ هڅې د ستایلو دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ احتمالي لیدنه به په دې پورې اړه ولري چې ایا په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه پرمختګ کیږي او کنه.


روبیو له امریکایۍ خبریالې کاترین هریج سره په یوه مرکه کې چې پرون پنجشنبې پر ایکس پاڼې خپره شوې، وویل، "د فبروري په ۱۸مه په سعودي عربستان کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ته مې وویل چې "تر هغه چې موږ پوه نشو چې غونډه د څه لپاره ده" دغه کتنه به ونشي.


هغه زیاته کړه چې دا ډول غونډې معمولا "تر هغو چې تاسو یو څه پایله یا څه پرمختګ نه وینئ" نه ترسره کیږي.


په ریاض کې په خبرو اترو کې، روسیې او متحده ایالاتو موافقه وکړه چې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو لپاره ټیمونه جوړکړي.


 




د اوکرایین جګړه چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ پر اوکراین د روسیې له برید وروسته پیل شوې چې درې ورځې وروسته یې درې کاله پوره کیږي.


د امریکا د بهرنیوچارو وزیر همدارنګه وویل، " زه فکر کوم چې د دې غونډې کیدل به ترډیره حده پدې پورې تړلې وي چې ایا موږ کولی شو په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره کوم پرمختګ وکړو، کنه؟


د روبیو په ټکو، "که وکولی شو دا غونډه هغه څه دي چې پکې تړون لاسلیک شي، زه فکر کوم چې ټول باید ولمانځي چې ولسمشر ټرمپ سوله راوستونکی دی".


 




ټرمپ په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه یوې چټکې موافقې ته د رسیدو لپاره فشارراوستی خو د هغه تکتیکونو د اوکراین او اروپايي دولتونو په مینځ کې اندیښنې راپورته کړي او دوی ویره لري چې روسیه او امریکا ښایي داسې تړون وکړي چې د دوی امنیتي ګټې به له پامه وغورځوي.


ټرمپ د فبرورۍ په ۱۹مه اوکراین او د هغه اروپايي متحدین هله حیران کړل چې ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي یې "دیکتاتور" وباله او په غلطه یې پر اوکراین د روسیې لخوا د بشپړ یرغل تور پورې کړ.


په عین حال کې ټاکل شوې چې د فرانسې ولسمشرایمانویل مکرون به په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشرډونالډ سره له راروانې کتنې څخه په استفاده هغه متقاعد کړي چې له اروپایي متحدینو سره همغږی شي.


مکرون به د دوشنبې په ورځ له ټرمپ سره وګوري او د اوکراین د وضعیت په اړه به ورسره خبرې وکړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus