Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

يو اېن اېچ سي ار: پاکستان کې به له اندېښمن حالت سره د مخامخ افغانانو دفاع جاري ساتو

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، چې د پاکستان د حکومت له هغه امر څخه خبره ده، چې له مخې یې افغانانو ته له اسلام‌اباد او راولپنډۍ څخه د وتلو ویل شوي دي.

ادارې د فیبرورۍ پر لومړۍ په یو بیان کې وویل چې، د پاکستان حکومت امر کړی، چې هغه افغانان چې "ای سي سي" کارت لري، باید بېرته افغانستان ته لاړ شي او هغه افغانان چې "پي او آر" کارت لري، باید له اسلام‌اباد او راولپنډۍ ووځي، خو هغوی ته د روان کال د جون تر ۳۰مې په پاکستان کې د اوسېدو اجازه ورکړل شوې ده.


په بیان کې راغلي دي چې، ملګري ملتونه او د کډوالو نړیوال سازمان (ای او اېم) په دې هم خبر دي، چې حکومت هغو افغان کډوالو ته، چې درېیم هېواد ته د تلو په انتظار دي او اوس مهال په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې مېشت دي، ویلي، چې د مارچ تر ۳۱ پورې له دې ښارونو ووځي او که دا لارښونه عملي نه کړي، نو ښايي ونیول شي او بېرته افغانستان ته واستول شي.


د یو اېن اېچ سي ار او ای او اېم په بیان کې ویل شوي، چې دوی د پاکستان د حکومت له دې پرېکړې خواشیني دي او د دې پلان د عملي کېدو په اړه د لا وضاحت غوښتنه کوي. همداراز، ملګري ملتونه ژمن دي، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د حقونو دفاع ته به دوام ورکړي.




پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. خو د پاکستانیو چارواکو په وينا، شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ افغانان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته ورغلي دي.


په دوی کې ګڼ شمېر هغه افغانان هم دي چې اروپایي، امریکا او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ په انتظار په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې مېشت دي.


د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهاله حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شوی چې د حکومت په وينا له ۸۰۰،۰۰۰ زيات افغانان يې خپل هېواد ته ستانه کړي دي. د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ادعا کوي چې اوس هم تر ۳۰ لکه پورې افغانان په پاکستان کې مېشت دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus