پاکستان کې خبریالانو د سایبري جرمونو د مخنیوي قانون، د بیان ازادۍ خلاف یاد کړ
د اسلام اباد پولیسو پرون هغه مهال یوشمېر خبریالان و ډبول چې هغوی د سایبري یا انټرنیټي جرمونو د مخنیوي د قانون په ضد اعتراض ته وتلي وو.
د دغه لانجمن قانون په وړاندې پر اسلام اباد سربیره د پاکستان یوشمېر نورو ښارونو کې هم خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو اعتراضونه کړي دي.