Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

شام کې بدلون په منځني ختيز کې د روسيې شتون له کومو ننګونو سره مخ کړی؟

د جنورۍ پر ۲۲ مه د سوریې (شام) په طرطوس بندر کې د روسيې دوه بار وړونکې کشتۍ ولیدل شوی چې دا په ظاهره له سوریې څخه په پراخ کچ د روسي پوځي تجهیزاتو دایستلو د پلان برخه ده.

د سوریې بندرونو ته د لاسرسي په بایللو سره که یوې خوا ته په منځني ختیز کې د روسیې ستراتېژي له ننګونو سره مخ ده، نو بلخوا دا پوښتنه هم ده چې اوس به د روسیې د سمندري ځواک بیړۍ په کومه ځي.؟


په بار وړونکیو کښتیو کې د درنو وسلو سلګونه برخې، توپخانې او د مهماتو بکسونه دي چې د حفاظت لپاره يې د روسيې سرتېري ګمارل شوي دي. دغو بېړیو ته تر اوږد انتظار وروسته بندر ته لاسرسی ورکړل شوی دی.


د روسيې سمندري ځواکونه به چېرته ځي؟

په لندن کې رایل یونایټېډ څېړنیز مرکز یو څېړونکی سیدارت کوشل وايي چې کیدای شي د لیبیا د جنګسالارانو تر کنټرول لاندی سیمه مسکو ته اجازه ورکړي چې په سیمه کې خپل شتون ولري او د دې ترڅنګ د سوډان او الجزایر په اړه هم دغسې فکر کېږي. خو د نوموړي په وینا دغه بندرونه جنګونو او ناکرارۍ ځپلي دي چې پکې به د روسيې د ځواکونو لپاره اړینې اسانتیاوی او سمندري تاسیسات ونه لري.


دا ډول تور سمندرګي ته د روسیې لاسرسی هم د یوې پیړۍ زوړ تړون له امله محدود دی ځکه چې روسیه د ترکیې د باسپورس له لارې ځینې پوځي سامانونه نه شي وړلای.




د لندن د یو امنیتي څېړنیز مرکز پوه مایک پلنکټ وايي، ممکن ده چې په لنډه موده کې (د روسیې سمندري ځواک) هڅه وکړي چې په ختیځ مدیتارین کې په یو شکل خپله موجودګي وساتي.


په شام کې د روسیې مداخلې د بشارالاسد پخوانۍ واکمنۍ ته ګټه رسولې وه، خو وروسته روسیې د اوکراین جګړه پیل کړه او سوریه یې له پامه وغورځېده.


تېره میاشت، د سوریې یاغیان، چې د امریکا لخوا نومول شوې ترهګرې ډلې هيت تحریر الشام، یې رهبري کوله، دمشق ته ننوتل، واک یې واخيست او اسد او د هغه کورنۍ یې مسکو ته په تېښته مجبوره کړل.


ددې هر څه سربېره روسیه غواړي چې په سیمه کې خپلې موجودګۍ ته دوام ورکړي، خو شنونکې سیدارت کوشل وایي چې که روسیې تور سمندرګي ته رسد ونه موند نو احتمال دی چې د طرطوس بندر د بایللو څخه وروسته هغه هېواد په ختیځ مدیتارين کې خپل دایمي شتون پای ته ورسوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus