Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ایراني پلاوي د طالبانو له چارواکو سره د اقتصاد او افغان کډوالو په اړه خبرې کړي

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، دغه هېواد ته په لومړي ځل د بهرنیو چارو وزیر پر کچه د ایران د حکومت لوړپوړي پلاوي سفر کړی او هلته یې د طالبانو د حکومت له ځینو مشرانو او چارواکو سره لیده کاته کړي دي.


په کابل کې د ایران سفارت، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر خپلو ایکس پاڼو د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۶مه)  د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په مشرۍ د یوه پلاوي د ورتګ خبر او ویډیوګانې خپرې کړې دي.


پر ایکس ټولنیزه شبکه په خبرو شویو دغو خبرپاڼو کې راغلي چې دې ایراني پلاوي په کابل کې د طالبانو د حکومت له رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند، د دفاع وزارت له سرپرست محمد یعقوب مجاهد او د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره لیدلي دي.


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مشر او مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل په دې اړه پر خپله ایکس پاڼه په خپره کړې ویډیو کې ویلي:


“نن په کابل کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره وکتل. په دې ناسته کې دواړو لورو د افغانستان او ایران تر منځ پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، په ایران کې د افغان مهاجرینو پر وضعیت، پر ګډو پولو او د اوبو پر مسایلو خبرې اترې وکړې.”


د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا پر خپله ایکس پاڼه په خپاره کړي بیان کې ویلي چې دوی ایران ته د اوبو په برخه کې د زیان رسولو قصد نه لري او  د دوی د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند د ایران د بهرنیو چارو له وزیره د افغان کډوالو سره د ښه چلند غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په اوسني وخت کې په لوی شمېر کې د ایستل شویو افغان کډوالو مدیریت ورته ناشونی دی.


د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان په ګډون په ایران کې هم له افغان کډوالو سره د بد چلند ګڼ راپورونه ورکول شوي او دغو هېوادونو د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.


 د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د راپور له مخې یوازې په تېر یوه کال کې ایران، افغانستان ته تر یو نیم میلیون زیات افغان کډوال ستانه کړي دي.


خو په اوسنیو شرایطو کې کابل ته د ایران د حکومت د دغه لوړ پوړي چارواکي سفر په څه معنا دی؟


د سیاسي چارو شنونکی او پخوانی افغان ډیپلومات غوث جانباز وایي ایران د امریکا د حکومت له بدلېدو وروسته، په سیمه کې په ځانګړې توګه د افغانستان له اړخه د خپلو امنیتي اندېښنو په اړه د وضعیت معلومولو لپاره کابل ته دا پلاوی استولی دی:


“ایران پوهېږي چې دلته یوه نوې لوبه راروانه ده، چې کېدای شي طالبان هم سره تقسیم کړي، چې ممکن یوه ډله یې د امریکا او بله یې په سیمه ییزو تعاملاتو کې له روسیې، چین او ایران سره ودرېږي. نو غواړي چې اوس ځان ډاډمن کړي چې د افغانستان له اړخه کوم ګواښ ورته متوجه نه وي. د دې لپاره یې دغسې یو لوړپوړی پلاوی کابل ته استولی دی.”


 


تر دې وړاندې ځینو نورو ایراني چارواکو کابل او د طالبانو د حکومت مشرانو بیا ایران ته سفرونه درلودل، خو د دواړو هېوادونو تر منځ د پولو د امنیت، په یران کې د افغان کډولو بد بشري وضعیت او په افغانستان کې د ایران حق آبه هغه موضوعات دي چې وخت ناوخت یې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ ناندریز بحثونه راپارولي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus