Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پاکستان وايي د "داعش وسلوالو د ملاتړ" په اړه د طالبانو د حکومت تور "په کلکه" ردوي

اسلام اباد ويلي چې د طالبانو حکومت هغه تور ردوي چې پاکستان د اسلامي دولت "(داعش) وسلوالې ډلې ملاتړ" کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د جنورۍ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې اونيزې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال وويل: "موږ په کلکله د داعش له وسلوالو [سره د پاکستان] د ملاتړ په اړه د افغانستان تورونه ردوو. د افغانستان پر انتظامیې ټينګار کوو چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترهګرې ډلې پټنځایونه دې ختم کړي."


خان دا خبره تر هغې یوه ورځ وروسته کړې ده چې د طالبانو د حکومت د امنیت او اصلاحاتو کمېسیون په يو بیان کې تور پورې کړ چې په تېرو درو کلونو کې "بهرنیو وګړو، په تېره، تاجکستانیانو او پاکستانیانو" په افغانستان کې په حملو لاس لرلی دی.


په بیان کې راغلي ول چې زیاتره حملې له افغانستانه "بهر تنظیم شوي" او بریدګرو افغانستان ته د داخلېدو لپاره د څهرې او جامو له بدلولو کار اخیستی دی.


د طالبانو حکومت په خپل بیان کې د داعش ډلې یادونه نه وه کړې او پر پاکستان یا تاجکستان یې د وسلوالو د ملاتړ تور هم نه وو پورې کړی. 


د تاجکستان حکومت لا د طالبانو د امنیت او اصلاحاتو کمېسیون د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي. 




د پاکستان دولتي ټېلېوېژن وايي، د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د جنورۍ پر ۱۴مه وویل چې د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمينځ د شخړې "یوازینۍ نکته" په افغانستان کې د وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان شتون دی.


خو د طالبانو حکومت په وار وار ويلي چې ټي ټي پي په افغانستان کې نه شته او د پاکستان دننه فعالیت کوي. خپله ټي ټي پي هم په بیا بیا ویلي دي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او بل ځای پټنځایونو ته اړتیا نه لري.


د پاکستان حکومت د ډېسېمبر پر ۲۴مه د افغانستان په پکتيکا ولایت کې بمباري کړې وه او ويلي يې ول چې د ټي ټي پي پټنځایونه يې په نخښه کړي دي. خو د طالبانو د حکومت مرکزي وياند ذبیح الله مجاهد پر هم هغه ورځ مشال راډيو ته وویل چې په بمبار کې ۲۶ کسان وژل شوي چې اکثریت يې ښځې او ماشومان دي.


هغه بريدونه په داسې حال کې شوي ول چې د ډېسېمبر پر ۲۳مه ناوخته د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق په مشرۍ يو پلاوی کابل ته ولاړ او هلته یې د طالبانو د کورنيو او بهرنيو چارو پر سرپرست وزيرانو سره "د دوه اړخیزو همکاریو د لا پیاوړتیا" او په سیمه کې "د سولې او پرمختګ لپاره په ګډه پر کار کولو" خبرې وکړې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus