Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

له پنجابه د افغانانو په نوم ایستل شوي، ۹ پاکستاني پښتانه خپلو سيمو ته ستانه کړل شول

د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي هغه پاکستاني پښتانه چې د پنجاب پولیسو د افغانانو په نوم افغانستان ته لېږل، تر بایوميټريک وروسته، بیا خپلو سیمو ته ستانه کړل شول. 

د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت د افغان کډوالو لپاره د جوړ کړل شوي کنټرول خونې ویاند لطیف الرحمان پرون مشال راډیو ته وویل چې د دغو کسانو شمیر ۹ دی. هغه زیاته کړه: "۷ کسان اوس او ۲ تر دې وړاندې داسې مخې ته راغلي چې پولیسو په غلطۍ سره د افغان کډوالو په شک نیولي او بیا یې تورخم ته لېږلي وو. خو هلته یې چې د ګوتو نښې واخیستل شوې نو معلومه شوه چې دوی ځايي کسان دي."


نوموړی وايي پخوا به چې څوک په "فارن اېکټ" یا د بهرنیو کسانو د قانون لاندې ونیول شول نو عدالت ته به وړاندې کېدل او له څو ورځو زندان تېرولو وروسته به له پاکستانه ایستل کېدل. خو د هغه په وينا اوس د نوې پالیسۍ مطابق په نورو صوبو کې نیول شوي دغه کسان خیبر پښتونخوا ته تر لېږد وروستهافغانستان ته اړول کېږی.




د پاکستان نګران حکومت په اکتوبر کې اعلان کړی وو چې د هغې میاشتې تر اخره پورې بايد ټول بې اسناده بهرنيان له پاکستانه ووځي. په دغو بهرنيانو کې اکثريت د افغانانو دی. د نومبر پر لومړۍ نېټه د پاکستان پولیسو په زور د هغو افغانانو ایستل پيل کړل چې د دوی په خبره اسناد نه لري. خو ځينو افغانانو مشال راډيو ته ويلي چې پر اسنادو سربیره هم ځورول کېږي.


ګڼو ګوندونو د نګران حکومت پر دې فیصلې نيوکې کړې دي. د عوامي نېشنل ګوند ویاند زاهد خان د نومبر پر ۲۰مه، مشال راډیو ته وویل چې نګران حکومت له خپل واک اختیار پورته کارونه کوي. هغه زیاته کړه چې نګران حکومت د ورځنيوو چارو لپاره دی، نه د پالیسيوو جوړولو لپاره. 


د ملي‌جمهوري غورځنګ، جماعت اسلامي، پيپلز پارټي او جمعيت علمای اسلام (ف) ګوندونو مشرانو هم پر حکومت نيوکې کړې دي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مشر میرکلام وزیر د نومبر پر ۲۰مه، مشال راډیو ته وویل چې د افغان کډوالو ځورول د ټولو پښتنو ځورول دي.


هغه زیاته کړه چې په سیند او پنجاب کې اوسیدونکي پاکستاني پښتانه هم د افغان کډوالو په نوم د پولیسو لخوا نیول کېږي چې دا لړۍ بايد ودریږي. د همدې مسلې په تړاو په سيند او پنجاب کې پښتنو مظاهرې هم کړې دي او له حکومته یې غوښتنه کړې چې ځايي پښتانه دي نه په تکليفوي. 


خو د پاکستان نګران حکومت له خپلې پرېکړې نه دی اوښتی. د کورنیو چارو نګران وزیر تېره اونۍ په يوه خبري غونډه کې وويل چې یوازې بې اسناده بهرنیان خپلو هیوادونو ته استوي او پر اسناد لرونکیو کار نه لري. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus