Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

غزه کې د اسراییلو د دویم پړاو جګړې اعلان؛ نوې پېښې او غبرګونونه

د اسراییل جنګي الوتکو نن سهار د غزې یوه لوی روغتون ته څېرمه هوايي حملې وکړې.


د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دغه روغتون له هغو ناروغانو او هغو لسګونو زره فلسطینیانو ډک و، چې هلته یې پناه اخیستې وه.


اسراییل ویلي، چې تر روغتون لاندې د حماس ډلې د قوماندې مرکز و، خو په دې باب یې نور جزییات نه دي ورکړي.


دا حملې یوه ورځ وروسته له هغې کېږي، چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د حماس ډلې پر خلاف د جګړې دویم پړاو اعلان کړ.


اسراییل نن یکشنبه هم په غزه کې خپلې حملې سختې کړي او له ملکیانو یې غوښتنه کړې، چې جنوبي ساحو ته ځانونه ورسوي.


د روانې وژونکې جګړې د ختمېدو لپاره د اوربند له غوښتنو سره- سره د جګړې شدت کم شوی نه دی او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش نن یکشنبه خبرداری ورکړ، چې د حماس تر ولکې لاندې د غزې وضعیت په چټکۍ د خرابېدو خوا ته روان دی.




ګوتیریش د نیپال پلازمېنې کټمنډو ته د سفر پر مهال ویلي، تر دې شېبې په غزه کې وضعیت د خرابۍ خوا ته روان دی.


د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي اسراییل په بشري لحاظ په جګړه کې د وقفې راوستلو پر ځای، چې نړیواله ټولنه یې ملاتړ کوي، خپل پوځي عملیات لا شدید کړي دي.


په همدې اړه د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي هم نن په خپله اېکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، د اسراییل جنایتونه له سرو کرښو اوښتي او دا کار «ټول کسان» اقدام ته هڅوي.


هغه لیکلي، چې واشنګټن له خلکو غواړي چې اقدام ونه کړي، حال دا چې خپله د اسراییل پراخ ملاتړ کوي.


بلخوا: د سره صلیب نړیوالې کمېټې په غزه کې د نه زغمل کېدونکي کړاو په باب خبرداری ورکړی دی.


په داسې حال کې اسراییل ویلي چې جګړه دویم پړاو ته داخله شوې ملګرو ملتونو ویلي، ممکن په زرګونو نور ملکیان هم ووژل شي.


وروسته له هغې چې حماس ډلې د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل حمله وکړه او ۱۴۰۰ کسان چې ډېری یې ملکیان وو، ووژل او ۲۳۰ نور کسان یې یرغمل کړل، اسرائیل د غزې سخته بمباري پیل کړه.


د فرانسې خبري اژانس د حماس تر ولکې لاندې د روغتیا وزارت په حواله خبر ورکړی، له هغې راهیسې چې پر غزه د اسراییل حملې پیل شوي، تر ۸۰۰۰ زیات کسان وژل شوي، چې نیمايي یې ماشومان دي.


د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشرې میریانا سپولیاریک د جګړې له ټولو لوریو سم د لاسه د شخړې کمولو غوښتنه کړې ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus