Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

رسنۍ: پاکستان د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د استولو لپاره مرکزونه جوړ کړي

یو شمېر پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې له دې هېواده د ټولو غیرقانوني افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته یې د استولو لپاره پاکستان ځانګړي مرکزونه جوړ کړي دي.


په داسې حال کې چې په پاکستان کې مېشتو څه دپاسه یو اعشاریه ۷ میلیونه غیرقانوني افغان کډوالو ته له دې هېواده د وتلو د ورکړل شوي یو میاشتني مهلت یوازې ۶ ورځې پاتې، پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې افغانستان ته د کډوالو ته استولو لپاره د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې ځانګړي مرکزونه جوړ شوي دي.


پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د یو شمېر پاکستاني چارواکو په حواله ویلي چې دا مرکزونه د پنجاب، سند، بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ایالتونو کې جوړ شوي دي.


په راپورونو کې راغلي چې په پنجاب او سند ایالتونو کې نیول کېدونکي افغانان به د راولپنډۍ او کراچۍ په ښارونو کې جوړو شویو مرکزونو ته انتقالېږي او له هغه ځایه به افغانستان ته استول کېږي.


د دې ترڅنګ په خیبر پښتونخوا کې چې له نورو ایالتونو ډېر افغانان په کې ژوندي کوي او ډیورنډ کرښې ته نږدې پروت دی، دوه مرکزونه او په بلوچستان کې درې ځانګړي مرکزونه جوړ شوي دي.


د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ د دې پلان له مخې سیمه ییزو پولیسو او مسوولانو ته واک ورکړل شوی چې ټول غیرقانوني کډوال له نیولو وروسته همدې مرکزونو ته انتقال کړي او له هغه ځایه به افغانستان ته استول کېږي.


د پاکستان موقت حکومت د اکټوبر تر پایه ۱،۷۳ میلیونه هغو افغانانو ته چې د دوی له قوله، په پاکستان کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نه‌لري وخت ورکړی چې له دې هېواده ووځي.


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، له یادې نېټې وروسته به دوی د غیرقانوني افغان کډوالو پر ضد ځانګړي عملیات پیل کړي.


اوس، چې دا مهلت تقریباً پاې ته رسېدونکی دی، یو شمېر افغان کډوال چې پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل وروسته دې هېواد ته راغلي، وايي چې که خپل هېواد ته واستول شي له ګڼو امنیتي او اقتصادي ننګونو سره به مخ شي.


د پنجاب په راولپنډۍ کې مېشت افغان کډوال سرفراز احمدزي ازادي راډيو ته وویل: "کوم مهلت چې پاکستان افغان کډوالو ته ورکړی و، هغه په رانږدې کېدو دی، دې ټول افغان کډوال سخت اندېښمن کړي او دوی نه پوهېږي څه وکړي. ټول هغه کسان چې په افغانستان کې یې ژوند په خطر کې وو ډېری یې یا پاکستان ته راغلي او یا ایران ته تللي دي. موږ د پاکستان له حکومته غواړو چې خپله پرېکړه بدله کړي او پرې‌نه‌ږدې هغه افغانان چې ژوند یې د مرګ له ګواښ سره مخ دی افغانستان ته واستول شي."


د دې هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې یو بلې مېشتې افغان کډوالې زرمینې وویل چې له تېر نږدې یو کال راهیسې د خپل کېس د تعقیب لپاره پاکستان ته کډواله شوې، خو د پاکستان وروستۍ پرېکړې سخته اندېښمنه کړې ده.


هغې زیاته کړه: "موږ نه دلته په امن کې ژوند کولای شو او نه افغانستان کې زموږ لپاره امنیت شته. پاکستاني پولیس هره ورځ افغانان نیسي او زندانونو ته یې اچوي او وايي چې باید بېرته افغانستان ته واستول شي. د افغان کډوالو په وړاندې یو بد حالت راغلی دی."


ملګرو ملتونو، د بشري حقونو یو شمېر ملاتړ ادارو او تر خوا یې د امریکا متحده‌ایالاتو له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اخراج د درېدو غوښتنه کړې، خو ښکاري چې لا دې غوښتنو کومه مثبته پایله نه‌ده ورکړې.


په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم د پاکستان دا پرېکړه ناسمه بللې او ویلي دي چې دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ فاصلې رامنځته کړي، خو په عین حال کې یې د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې چې د تورخم سره نږدې پرته ده د افغان کډوالو لپاره د موقتي کمپ د جوړېدو چارې هم پیل کړي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus