Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پاکستان نه د افغان کډوالو ستنیدل؛ له ستونزو شکایت او د مرستو غوښتنه لري

ظاهراً په دې وروستیو کې، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر ډېر شوی دی.


د هغو معلوماتو له مخې چې د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه خپاره کړل، یوازې د شنبې په ورځ ٣ زره او ١٤٩ افغان کډوال د تورخم دروازې له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.


د دغه وزارت د شمېرو له مخې، د جمعې او پنجشنبې په ورځو له پاکستانه څه باندې شپږ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.


د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، راستانه شوي کډوال به تورخم دروازې ته څېرمه په جوړ شوي کمپ کې د څو ورځو لپاره وساتل شي او بیا به خپلو ولایتونو ته واستول شي.


دغه وزارت زیاته کړه چې دغه راستانه شوي کډوال د مرستې لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان ته معرفي کېږي.


کوم کډوال چې وروستیو ورځو کې له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي، یو شمېرو یې ازادي راډيو ته وویل چې له ډېرې مجبوري راستانه شوي دي.


محمد قاسم چې په پاکستان کې یې موټر چلوه او په دې وروستيو کې له خپلې نهه کسيزې کورنۍ سره افغانستان ته راغلى وايي، تر اوسه یې يوازې يوه اندازه نغدي مرسته ترلاسه کړې او نوره مرسته ورسره نه ده شوې.




نوموړي ازادي راډيو ته وویل:


"کله چې له پاکستان څخه بیرته راغلو، زموږ نومونه یې ثبت کړل، له دې نه مخکې به یې خلکو ته هر څه ورکول، خو مونږ ته يې هيڅ هم رانکړل، یو وار یې زنګ وهلی و، په نفر يې ٧٥٠ روپۍ ورکړې، مونږ ٩ کسان یو، بله کومه مرسته يې نه ده کړې."


هغه وايي چې د طالبانو حکومت دې ورته په کندهار کې د اوسېدو ځاى او د کار زمينه برابره کړي، څو خپل ژوند ته دوام ورکړي.


دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت ټینګار کړی چې پاکستان باید د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.


په داسې حال کې چې د پاکستان د موقت حکومت له خوا د ټاکل شوي ضرب الاجل پای ته رسیدو ته لږ وخت پاتې دی، په دې هېواد کې مېشت یو شمېر افغان کډوال له پاکستانه د دوی د اجباري وتلو په اړه اندېښمن دي.


دوی وايي، د بېکارۍ او اقتصادي فشارونو ترڅنګ به په افغانستان کې له امنیتي ګواښونو سره مخ شي.


په پاکستان کې، یو افغان کډوال، احمد افغان وايي، چې د افغانانو نیول دوام لري او افغانستان ته د بېرته ستنېدو په اړه اندېښمن دی.


هغه وایي:


" له بده مرغه زمونږ کیسونه تر اوسه نه دې څيړل شوي، موږ ته رواني ستونزې پيدا شوي، ویزې مو خلاصې دي او بیا ویزې نه راکوي، هغوی په هر ځای کې پوستې جوړې کړي او مونږ نشو کولای ان خپل ناروغ روغتون ته بوځو."




په پاکستان کې یوې بلې افغان کډوالې، ثریا سادات ازادي راډيو ته وویل:


" موږ په دقیقه توګه نه پوهیږو چې وروسته له لسو ورځو به، په موږ څه حالت راشي؟، ځکه ډیری هغه افغانان چې دلته اوسیږي په دولتي، نادولتي، او د ښځو د حقونو په بنسټونو کې یې کارونه درلودل. دا اجباري ایستل به مونږ په افغانستان کې له بشري ناورین سره مخ کړي."


دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان موقت حکومت له یو میلیون او ۷۰۰ زرو زیاتو افغانانو ته، چې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري، مهلت ورکړی چې له دې هیواده ووځي، که نه نو له جبري ایستلو سره به مخامخ شي.


پاکستاني رسنیو ویلي چې د پاکستان حکومت له دې پرېکړې وروسته، شاوخوا ۵۲ زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.


تر دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او یو شمېر نورو هېوادونو او سازمانونو د پاکستان له حکومته غوښتي وو چې د افغانانو د جبري ایستلو پلان لغوه کړي، خو د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي تېره اوونۍ په ټینګار سره وویل، چې دوی پدې مسله کې هیڅ ډول جوړجاړی نه کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus