Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د بار وړونکو موټرو په اړه د طالبانو د حکومت نوې پریکړه؛ د خلکو غبرګونونه څه دي؟

د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکو د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له دې پرېکړې، چې مسافر وړونکي موټرې نور بارونه نه‌شي لېږدولی او دغه شان لوړ ماډل مسافر وړونکو بسونو څخه به اضافه چوکۍ هم ليرې کړي د هرکلي په ترڅ کې وايي، په دې سره به په سورلیو کرایه لوړه شي.


د مزار شريف اوسېدونکی شمس الله الهام چې کابل ته په ۵۸۰ډوله موټر کې تګ راتګ کوي، ازادي راډیو ته یې وویل:


"که چېرې دغه اقدام عملي شي، پر بار بنديز ولګي، دوی به دغه جريمه له عام ولس څخه پرې کړي."


دغه شان د يو شمېر نورو ولايتونو اوسېدونکي هم ورته خبره کوي او وايي، د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت يادې پرېکړې سره به د موټرو کرايه لوړه شي چې په اوسني بد اقتصادي وضعيت کې يې خلک د ورکولو توان نه‌لري.


د کندهار اوسېدونکي علي محمد په‌دې اړه ازادي راډيو ته وويل:


"زه فکر کوم چې دا به پر ولس او مسافرو ډېره بده اغېزه وکړي، ځکه زموږ خلک په ډېر بد وضعيت کې دي، زموږ ټولنه ډېره بې‌وزله ده."


د هرات یو اوسیدونکی حبیب هم ورته خبره کوي او وايي:


" تر ۲۴ ساعته، تر ۳۰ ساعتونو پورې مزل دی، لارې خامه دي، چوکۍ دومره تنګې دي چې حتی ګونډې وسوليږي، بيا به يو وار ډاکټر ته مراجعه کوې، له يوې خوا يې سيټونه تنګ دي او بل پلو يې کرايې لوړې دي."




د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت پرون پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې تر دې وروسته مسافر وړونکي موټرې د بار او سوداګريزو توکو د لېږد اجازه نه‌لري.


 ياد وزارت دا هم ويلي چې ليرې پرتو ولايتونو ته بېلابېل ډول بسونو څخه د اضافه چوکيو شمېر هم راکم کړي.


دا چې د خلکو يادې اندېښنې څومره پر ځای دي او تر دې وروسته به سوداګريز توکي او بارونه د کومو موټرو له لارې لېږدول کېږي، په‌دې اړه مو د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند عبدالسلام جواد وپوښت، خو د دې راپور تر خپرېدو يې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.


 وار له مخه ځينې ترانسپورتي شرکتونه فعال دي چې له يوه ولايت څخه بل ولايت ته سوداګريز مالونه لېږدوي.


بل پلو يو شمېر مسافر وړونکي ترانسپورټي شرکتونه وايي، بار نه وړي او موټرې یې اضافي چوکۍ هم نه لري نو ځکه کرایه به هم لوړه نه شي.


د قدرت ترانسپورتي شرکت چې موټرې يې د افغانستان شمالي ولايتونو ته تګ راتګ کوي، مرستيال يې عبدالله هلال ازادي راډيو ته وويل:


"زموږ د موټرو ماډل ۵۸۰ دی، چې زموږ موټرې له ۴۹ څخه تر ۵۳ پورې چوکۍ لري، ۵۸۰ ډوله ټولې موټرې همدې اندازه باندې چوکۍ لري. د بار په برخه کې که ووايم، دا موټرې دومره بار نه وړي چې شتون يا نه‌شتون يې زموږ د شرکت پر عوايدو تاثير ولري."




 د وردګ بابا ترانسپورتي شرکت يو مسوول چې نه‌غواړي نوم يې په راپور کې ياد شي، ازادي راډيو ته وويل:


"موږ بار نه وړو، ځکه چې نور شرکتونه بارونه وړي، دوی له مسافرو څخه لږ کرایه اخلي، مګر دوی بار هم وړي، که دوی بار يو نه‌سي نو دا د دوی لپاره ګټه نه‌کوي، زموږ کرایه پوره ده، بار نه وړو، يوازې د مسافرو بېکونه وړو چې نور امکان نه‌لري."


د شرکتونو مسوولين داسې مهال د کرايو د نه لوړېدو خبره کوي چې تر دې مخکې هغه ۵۸۰ ډوله موټرې چې دوی يې د څوکيو شمېر کم کړی او د VIP نوم يې ورکړی،د نږدې نيمايي وو کرايه هم لوړه شوې ده.


دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر خلک وايي، افغانستان کې د ترافيکي پېښو يو لامل د مسافر وړونکو موټرو له لوري سوداګريزو توکو او بارونو لېږدول  دي.


د دوی په باور، د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت تازه پرېکړې سره به د ترافيکي پېښو کچه هم راکمه شي.


د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع نن يکشنبه رسنيو ته ويلي، په تېرو شپږو میاشتو کې په لویو لارو او ښارونو کې د ترافیکي پېښو په پایله کې ۱۰۲۹ تنه مړه شوي او ۳۸۹۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus