لندن کې نژدې سل زرو کسانو د فلسطینیانو په ملاتړ لاریون کې ګډون وکړ
لاریون کوونکو، د فلسطین لپاره ازادي، په غزه کې بمبارۍ بنده کړئ او د اسراییل نژادي تبعیض دې پای ته ورسیږي، شعارونه لیږدول.
د لاریون ډیری ګډونوالو د فلسطین بیرغونه پورته کړي او ځینو یې د پنځو، شپږو، اوو اواتو په ویلو سره اسراییل یو ترهګر دولت دی او فلسطین آزاد کړئ، شعارونه ورکول.
د فرانسې، هسپانیا او ایټالیا پو یوشمېر ښارونو کې هم نن د فلسطینیانو په پلوي او په غزه کې د جګړې د پای ته رسیدو په پار لاریونونه پیل شوي دي.
د اکتوبر له اوومې چې حماس پراسراییل پراخ برید کړی، اسراییل پرغزې د هوا او ځمکې له لارې ویجاړونکي بریدونه پیل کړي.
د حماس د وسله والو په برید کې په اسراییل کې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي او د حماس چارواکو په غزه کې د ۴۳۸۵ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.