عزيزي: له چینایي چارواکو سره د پانګونې او ښو اړیکو په هدف لیده کاته لرو
عزیزي چې په چین کې دی فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د دوی حکومت له وړاندې له چین سره د ګڼ شمېر پروژو هوکړې لاسلیک کړي دي.
د طالبانو د حکومت دغه چارواکی د بیجینګ په کوربه توب د یوې لارې، یوه کمربند د نوښت کانفرانس ته بلل شوی، دغه کانفرانس ته د نړۍ د ۱۳۰ هېوادونو مشران او استازي ورغوښتل شوي دي.
چین د سیمې یوازېنی هېواد دی چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته یې کابل ته خپل نوی سفیر معرفي کړی دی.
چین او د سیمې نورو هېوادونو د طالبانو حکومت لا په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د هغوی له حکومت سره یې غیر رسمي سیاسي او اقتصادي اړیکې جوړې کړي دي.