Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د هرات په یوه پارک کې د زلزله ځپلې مېرمنې مړینه؛ نور بې کوره شوي په څه حال دي؟

په تېرو دوو اوونیو کې د وروستیو زلزلو او د ګڼو کورونو له ویجاړېدو وروسته، یو شمېر زيانمن شوي له خپلو کورونو بهر په ډېرو کمو اسانتیاو سره، سړې شپې تېروي.


تېره شپه د هرات ښار په ترقي پارک کې یوه د ډېر عمر لرونکې ښځه مړه شوې، چې د کورنۍ د غړو په وينا يې ممکن د سړې هوا له امله مړه شوې وي.


د دغې ښځې یوه خپلوان شیراحمد ازادي راډیو ته وویل:


"موږ ولسوالۍ ته د هغې مړی لېږدوو، چې خښ یې کړو. ۷۰ کلنه وه او طبيعي ده چې زلزلې او سړې هوا به پرې هم اغېز کړى و."


ویل کېږي چې د دغې مېرمنې کورنۍ د خلکو په مرسته د هغې مړی خپلې ولسوالۍ ته لېږدولی دی.


د زنده‌جان ولسوالۍ اوسېدونکى ريزه ماه وايي چې کور یې د تېرې شنبې په لومړۍ خونړۍ زلزله کې ويجاړ شوى او دا مهال خېمه، د ژوند کولو نورې اړینې اسانتياوې، توکي او وسایل هم په واک کې نه‌لري.


هغې ازادي راډیو ته وویل:


"موږ خېمه نه‌لرو، د کور توکي نه‌لرو، د ځان پرې‌مينځلو لپاره څه نه‌لرو لکه شامپو او نور. ګاز، چای جوش، پیالې او کاسې نه‌لرو، هیڅ شی نه‌لرو."


نوموړې وايي، چې د سړې هوا له امله يې ټول ماشومان ناروغان شوي او نه‌شي کولای د هغوی پالنه وکړي.




دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت اعلان کړی چې د هرات په زلزله‌ځپليو سیمو کې یې د ۲۱۴۶ کورونو د جوړولو کار پیل کړی دی.


ویل کېږي چې دغه کورونه به د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د زلزله‌ځپليو لپاره جوړ شي.


په هرات کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور ريئس حمدالله متقي ازادي راډيو ته وویل:


“کورونه جوړوو، په همدې ترڅ کې انجينران په‌دې بوخت وو چې هلته ځمکه تثبيت کړي، د کورونو نقشه واچوي، د ځمکې له مالومېدو او نقشې تر جوړېدو وروسته مو تېره ورځ د ښارجوړونې او ښاروالۍ دغه شان د ځمکو او ارضۍ او کرنې له رياستونو په ّمکارۍ مو عملاً کار پيل کړو، ۲۱۴۶کورونه جوړيږي، مستحقو کسانو ته به بېلابېلو سيمو کې کورونه جوړ شي.”


نوموړی ټینګار کوي چې هڅه کېږي د ژمي تر موسم مخکې د ياد ښارګوټي چارې بشپړې او پر بې‌کوره شویو کورنیو ته کورونه ووېشل شي.


خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ مسؤل دانيال اندرس پرون د هرات له زلزله‌ځپليو سيمو څخه د ليدنې پر مهال وويل چې د زلزله‌ځپليو د اړتياو پوره کول د يوې مياشتې کار نه‌دى او د دوی لپاره د سرپناه جوړولو په ګډون به دا یو کال وخت ونیسي.


هغه دا هم وويل چې په لومړي ګام کې زلزله‌ځپلي خېمو، د څښاک پاکو اوبو او روغتيايي خدمتونو او په دويم قدم کې د کورونو، ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو جوړولو ته اړتيا لري.


په هرات کې د طالبانو د حکومت د سیمه‌ییزو مسوولينو او ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې د تېرو دوو اوونیو د پرله‌پسې زلزلو په پایله کې په دغه ولایت کې شاوخوا څلور نیم زره کورونه ویجاړ شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus