Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د غزې په يو روغتون کې چاودنې ۵۰۰ کسان وژلي دي

د غزې چارواکي ادعا کوي‌ چې اسرايلو يو روغتون ویشتلی او په سلګونو فلسطینيان یې وژلي دي خو اسرايلي چارواکي‌دا تور ردوي‌ او وايي په روغتون کې چاودنه شوې ده.

د حماس لخوا چلېدونکي د غزې د صحت ادارې د اکتوبر پر ۱۷مه وويل چې په الاهلي عرب روغتون کې د زخميانو د درملنې له امله ډيره ګڼه ګوڼه وه او لږ تر لږه ۵۰۰ کسان وژل شوي دي. خو د اسرایلو وزیراعظم نتنیاهو ادعا کړې ده چې په دغه روغتون وسله والو بمي چاودنه کړې ده او اسرايلي پوځ پکې لاس نه لري.


د اسرايلو پوځ د دې چاودنې پړه پر يوې فلسطینۍ وسله والې ډلې اچولې. پوځ په يو بیان کې ادعا لري چې د فلسطین اسلامي جهاد وسله والو يو راکټ پر دغه روغتون لګېدلی دی. خو دغې ډلې دا تور بې بنیاده بللی او رد کړی یې دی. دغه پېښه پر غزه د پراخو اسراییلي حملو پر مهال مخې ته راغلې او چارواکو د مرګ ژوبلې زیاتېدو وېره ښودلې.


په همدې حال کې د اکتوبر پر ۱۸مه امریکایي ولسمشر جو بایډن اسريل ته رسېدلی دی. ایسوسيټيډ پریس خبري اژانس ليکلي‌چې بایډن د اسرايلو وزيراعظم بنيامين نتنياهو سره په ملاقات کې ويلي: "د هغه څه پر اساس چې ما ليدلي دی، داسې ښکاري چې دا چاودنه تاسو نه بلکې هغې بلې ډلې کړې ده."




له دې پېښې وروسته اسرايلو او اردن ته د بایډن سفر لا زیات پیچلی شوی دی. له نوموړي سره، د فلسطینۍ ادارې مشر محمود عباس او د اردن پاچا، عبدالله خپل ملاقاتونه ځنډولي دي. ټاکل شوې وه چې د مصر، فلسطین او امریکا مشران پر دغه مسله د خبرو لپاره کښېني.


د يادونې ده چې د اکتوبر پر اوومه، فلسطينۍ وسله والې ډلې، حماس د اسرايلو په جنوب کې بریدونه وکړل. اسرايلو چارواکي‌ويلي چې په دې حملو کې له ۱۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي. تر دې يوه ورځ وروسته، اسرايلو پر غزې بمباري پيل کړه. په غزې کې د حماس سیاسي څانګې حکومت او د پوځي ډلې یې مرکزونه دي.


فلسطيني چارواکي‌وايي چې د اسرايلو په بمباريوو کې تر اوسه پورې له ۱۵۰۰ زیات کسان وژل شوي دي. د اسرايل وزيراعظم نتنياهو د اکتوبر له اوومې تر پېښو وروسته، اعلان کړی وو چې هېواد یې په جنګ کې دی.


تېره اونۍ اسراییلو د غزې له شمالي برخې څخه څه باندې یو مېلیون وګړو ته، چې د غزې نیمايي ابادي جوړېږي، تر ممکنه حملې مخکې د وتلو امر کړی وو.


رویټرز اژانس لیکي د اسراییلو دې امر هلته د بشري ناورین وېره پیدا کړې ده خو حکومت یې ویلي دي چې د دوو لویو سړکونو په اوږدو کې د خلکو د وتلو پر مهال د هغوی د خوندیتوب ضمانت ورکوي. ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړيوالو ادارو او د سولې نوبیل جایزې ګټونکو پر دواړو خواوو د اوربند کولو او ولسي وګړو د خونديتوب غږ کړی دی.


د جګړې د زیاتېدو او د اسرايلو د ځمکنيوو عملياتو ممکنه پراخېدو له وېرې، د اکتوبر پر ۱۴مه، د غزې په زرګونو خلک خوندي ځايونو ته په وتلو دي. په دوی کې ځيني یې د فلسطين دننه او ځيني مصر ته د کډوالو کمپونو ته روان دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus