Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ملګرو ملتونو کارپوهانو او فعالانو له پاکستانه د افغان کډوالو د نه ایستلو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو لپاره کار کوونکيو د پاکستان پر نګران حکومت غږ کړی چې له خپل هېواده دې د افغانانو د ایستلو لړۍ ودروي.  

دا غوښتنه د ملګرو ملتونو کارپوهانو ډلې په يو ځانګړي راپور او د امريکا د ځينو پخوانيوو چارواکيو په شمول، فعالانو په يو ليک کې کړې ده.


د ملګرو ملتونو پر ویبپاڼه خپور شوي دې راپور کې راغلي چې پاکستان باید افغانستان ته د شاوخوا ۱۴ لاکه افغان کډوالو د شړلو پلان لغوه کړي. په راپور کې یادونه شوې چې دا پرېکړه به هغه شاوخوا يو اعشاريه څلور میلیونه افغانان زیانمن کړي چې په افغانستان کې د جدي بشري سرغړونو د اندېښنو له کبله د یوه خوندي ژوند په تمه پاکستان ته کډه شوي دي. 




د پاکستان لنډمهالي حکومت اعلان کړی چې قانوني اسناد نه لرونکي ټول بهرنيان د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې د وتلو وخت لري. د حکومت د اعلان ترمخه، که څوک تر دې نېټې نه ووځي، هغه به په زور ایستل کېږي. 


په همدې حال کې په امريکا کې د مېشته کولو لپاره د افغانانو سره مرستې کوونکې يوې ادارې او پخوانيو امريکايي چارواکو هم ورته غوښتنه کړې ده. په دې اړه ۸۰ پخوانیو جګپوړو امریکايي چارواکیو، د بشري حقونو فعالانو او د امریکايي خيريه ادارو استازو د اکتوبر پر ۱۷مه په واشنګټن کې د پاکستان سفارت ته یو پرانستي لیک لېږلی دی.


په ليک کې ويل شوي چې ډيری پاکستان مېشته افغانان په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر راتللو وروسته د ځان خوندي‌کولو لپاره هلته تللي دي.


دا لیک د AfghanEvac لخوا تنظیم شوی دی. دا یوه امریکايي ډله ده چې په دغه هېواد کې د هغه افغانانو د میشته کولو لپاره کار کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې د امریکا د شل کلنې جګړې پرمهال د امریکايي حکومت یا ورپوری تړلو سازمانونو لپاره د کار کولو له امله د غچ اخیستنې ویره لري. 


د ليک تر مخې، دغو افغانانو په غربي هېوادونو کې د پناه اخیستو لپاره درخواستونه ورکړي چې په اړه یې د حتمي پرېکړې راتلل وخت نیسي.




په ليک کې خبرداری ورکړل شوی چې افغانان بیرته داسې چاپیریال ته شړل چیرته چې د دوی ژوند په خطر کې دی، د بشردوستانه اصولو او نړیوالو تړونونو خلاف عمل دی. په دې ډله کې د امریکا د دفاع وزارت د چارواکیو په ګډون، درې پخواني امریکايي سفیران او دوه پخواني پوځي جرنیلان شامل دي.


په لیک کې ویل شوي چې په پاکستان کې مېشته دغو کسانو کې پخواني ژباړونکي، خبریالان، ښځینه فعالان او نور مسلکي کسان شامل دي چې که  ته ستانه شي نو د پام وړ خطرونو سره مخامخېدای شي. د پاکستان حکومت تر اوسه د دې ليک په غبرګون کې څه نه دي‌ويلي. 


په همدې حال کې له پاکستانه د غيررجسټرډ افغان کډوالو وتل داوم لري. د پاکستان سرکاري راډيو د اکتوبر پر ۱۷مه ليکلي چې په تېرو څلریشتو ساعتونو کې ۲۸۷۱ افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شول. په دوی کې ۴۴۱ سړي، ۲۳۸ ښځې او ۱۲۴۲ ماشومان شامل وو.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus