Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ملګري ملتونه: له زلزلې وروسته د هرات وضعیت کړکېچن دی، اغېزمن شوي حفاظت ته اړتیا لري

ملګري ملتونه په هرات کې له زلزلې وروسته وضعیت کړکېچن بولي او وايي، اغېزمن شوي خلک اړین حفاظت ته اړتیا لري.


دغه نړیوال سازمان پرون په خپله وېب‌پاڼه کې لیکلي، وروستیو زلزلو د هرات په شپږو ولسوالیو کې نېږدې ۶۶ زره کسان په مستقیم ډول اغېزمن کړي دي.


په خبر کې دا هم راغلي چې له زلزله ځپلو سیمو د سټلایټ په وسیله اخستل شوي تصویرونه ښيي چې په دې زلزلو کې ۲۸۹ کلي ویجاړ شوي دي.


په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی دانیل انډرس وايي، د زیانمن شویو شمېر مخ په ډېرېدو دی.


هغه په خپلو څرګندونو کې چې ملګرو ملتونو په خپله ایکس‌پاڼه خپرې کړي وايي:


"موږ نږدې ۶۶ زره اغېزمن شوي خلک لرو. زموږ د ارزونو پر بنسټ، دا شمېره د ډېرېدو په حال کې ده، خو موږ به خپلو مرستو ته دوام ورکوو. "


ښاغلی انډرس په سیمه کې زلزله ځپلو ته د خېمو، اوبو او روغتیايي مرستو په رسولو هم ټینګار کوي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی دانیل انډرس وړمه ورځ ویلي و، په هرات کې د زلزلو له امله د زیانمن شویو اړتیاوو ته رسېدل د یوې میاشتې کار نه‌دی او ښايي یو کال ونیسي.




د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په هرات کې د شویو زلزلو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۴۸۰ او د ټپیانو ۱۹۵۰ تنه ښودلی دی.


خو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت ویاند جانان سایق د دوشنبې په ورځ ازادي راډ‌یو ته ویلي و، په هرات کې د شویو زلزلو په پایله کې له ۱۰۰۰ تنو زیات مړه شوي او له ۲زرو زیات ټپیان شوي دي.


په ورته وخت کې یو شمېر زلزله ځپلي هم وايي، ژر یې باید لاس‌نیوی وشي.



له دوی یو محمد رضا ازادي راډیو ته وویل:


"دلته نږدې اته میاشتې ژمی وي. موږ نه‌شو کولای له خپلو کورونو ووځو، بې‌له دې ستونزو چې اوس ورسره مخ شوو. له زلزلې وړاندې هم ډېرې ستونزې درلودې. له زلزلې وروسته خو مو بیخي ژوند له ګواښ سره مخ دی. "




د هرات یوه بله اوسېدونکې بیا د نوم له ښودو پرته ازادي راډیو له سړې هوا شکایت کوي او وايي، زلزلو خورا ډېر وځپل.


نوموړی وایي:


"شونډې مو له یخنۍ چاودلې دي. د ماشومانو شونډې هم همداسې چاودلې دي. نه یو کمپ شته، نه هم د اوسېدو یو بل مناسب ځای. هیڅ هم نه‌شته. "


ملګري ملتونه هم وايي، په هرات کې له څو اوونیو راهیسې خلک په خېمو کې ژوند تېروي، خو د دوی لپاره دایمي سرپناه ته اړتیا ده.


د طالبانو د حکومت په ګډون په هرات کې له زلزلو ځپلو سره یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې دننه خلکو هم مرستې کړې دي، خو د یو شمېر زلزله ځپلو له شکایتونو ښکاري چې د مرستو وېش منظم او د اړتیاوو پر بنسټ نه‌دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus