Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د منځني ختیځ کړکېچ؛ د امریکا د دفاع وزیر هم اسراییل ته رسېدلی

د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر وروسته اوس دفاع وزیر هم تل‌ابیب ته رسېدلی او تمه ده چې له صداعظم بنیامین نتنیاهو او نورو چارواکو سره وګوري.


د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو او نورو جګپوړو اسراییلي چارواکو سره د خبرو لپاره نن تل ابیب ته ورسېد.


اسټن به هغه وسلې او امنیتي تجهیزات هم وګوري چې واشنګټن پر اسراییل د حماس د تندلارې ډلې له برید وروسته په لومړۍ اونۍ کې اسراییلو ته ورکړل.


اسټن په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې څخه تل ابیب ته ولاړ.


له اسټن سره په سفر کې ملګرو دفاعي چارواکو ویلي چې د دفاع وزیر به د اسراییلو له خلکو سره د متحدوایالتونو پر ملاتړ ټینګار وکړي او دا خبره به یقیني کړي چې اسراییل باید د ځان د دفاع لپاره د اړتیا وړ هرڅه ولري.


د پنټاګون مشر له خپل اسراییلي سیال یواف ګالانت سره تقریبا هره ورځ خبرې کولې او د اسراییلو د ملاتړ لپاره یې د متحدوایالتونو د پوځي کشتیو او استخباراتو چټک فعالیتونه تنظیمول.


پر اسراییل د حماس له حملې وروسته د څو ساعتونو په ترڅ کې متحدوایالتونو په سیمه کې خپلو پوځي کشتیو او الوتکو ته حرکت ورکړ.


اسټن دوهم امریکایي چارواکی دی چې په تېرو دوو ورځو کې اسراییلو ته ځي.


پرون د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم په سیمه کې و.


بلېنکین لا هم په منځني ختیځ کې دی او هڅه کوي چې د خپل سفر په دوام کې د اسراییلو او د فلسطینۍ حماس ډلې ترمنځ د روانې جګړې د پراخېدو مخه ونیسي.




دا په داسې حال کې ده چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د ځمکنیو عملیاتو وېره په زیاتېدو ده او اسراییل نن له غزې څخه د څو لکه ملکي وګړو د ایستلو امر وکړ.


ملګرو ملتونو او فلسطینۍ حماس ډلې مخکې ویلي وو چې اسراییلو د غزې له شمال څخه د ټولو یوولس لکه اوسېدونکو د وتلو غوښتنه کړې.


په فرمان کې چې پر اسراییل د حماس ډلې د لوی برید په اوومه ورځ ورکړل شوی د غزې ټولو خلکو ته لارښوونه شوې چې د اسراییلو د پراخو پوځي عملیاتو له پیل مخکې د خپل خوندیتوب لپاره د دې تړانګې د جنوب نرۍ ساحلي سیمې ته ولاړ شي.


په فرمان کې راغلي چې د حماس وسله وال په دې ښار کې په جوړو شویو تونلونو کې پټېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus