Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په هسپانیا کې د افغانستان سفارت د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سره تعامل وکړ

 د هسپانيې په پلازمېنه مادرید کې، د افغانستان سفارت د جمعې په شپه په خپلو ټولنیزو پاڼو کې، د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزارت سره خپل تعامل اعلان کړ.


دغه سفارت ویلي، چې افغانانو ته د اسانتیاوو د برابرولو او د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د قونسلګرۍ د اسنادو تصدیق لیکونه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ته استول کیږي.


سفارت په دې اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان او د دغه هېواد د خلکو استازیتوب کوي.


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، ضیا احمد تکل رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې دا خبره تایید او زیاته یې کړه:


"ټول هغه اسناد چې په هسپانیه کې د افغانستان سفارت ته راجع کیږي له تصديق وروسته د بهرنیو چارو وزارت ته لیږل کیږي او ټول به په قانوني بڼه طی مراحل کیږي. د بهرنیو چارو وزارت هم صادر شوي اسناد د اعتبار وړ او قانوني ګڼي."




 تر دې مخکې، په هالنډ کې د افغانستان سفارت د طالبانو له حکومت سره د تعامل خبر ورکړی و او ویلي یې وو، چې د قونسلګرۍ د خدمتونو اسناد به د تایید لپاره کابل ته ولېږل شي.


که څه هم د طالبانو حکومت د کوم هیواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، خو ځینو هېوادونو د هغوی ډیپلوماتان منلي او په ځینو هیوادونو کې د افغانستان سفارتونه چې د پخواني جمهوریت د ډیپلوماټانو له خوا اداره کیږي، د طالبانو له حکومت سره خپل تعامل اعلان کړی دی.


د هسپانیې د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.


په دغه هېواد کې د افغانستان له سفارت سره زموږ اړیکې هم بریالې نه وې.


خو یو شمېر پخواني ډیپلوماتان او سیاسي کارپوهان وايي، له طالبانو سره د افغان سفارتونو تعامل د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو په معنا نه دي، بلکې د قونسلګرۍ په خدمتونو کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي.


یوه پخواني ډیپلوماټ غوث جانباز ازادي راډیو ته وویل:


"اوسمهال د افغانستان سفارتونه قنسولي خدمتونو وړاندې کوي. د ستونزو د هوارې او د قنسولي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره تعامل ترسره کیږي. له دې څخه باید بله معنا وانخیستل شي."


د افغانستان یو بل پخوانی دیپلومات عزیزالدین معارج وايي، دغه تعامل د قونسلګرۍ د خدمتونو د رامنځته کولو لپاره دي او له طالبانو سره په نړیواله کچه د عمومي تعامل په معنا نه دی.


نوموړی وایي:


"دا کار د ډیپلوماټانو او سفارتونو له خوا د اړتیا پر بنسټ ترسره کیږي، ځکه قانوني اسناد او تصدیقونه چې له هغې څخه مالي سکوک هم تر لاسه کیږي، د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګرۍ څانګې له اجازې پرته د اعتبار وړ نه دي، که چیرې د دوی ترمنځ تعامل نه وي، هیڅوک به ونشي کولای سفارت ته مراجعه وکړي."




په ناروې کې، د افغانستان پخوانۍ سفیرې شکریې بارکزۍ هم ازادي راډيو ته وویل، چې دا تعاملات د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو په معنا نه دی.


مېرمن بارکزۍ وایي:


"بې له شکه، دغه چلندونه د هغو تعاملاتو په څیر دي، چې اوس مهال یو شمېر سیاستوال يې له طالبانو سره کوي. دا باید له دې سره غلط نشي، چې دا مذاکرات او تعاملات د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنا دي."



اغلې بارکزۍ زیاتوي، چې د افغانستان ډیپلوماتیک نظام له څلور نیمو لسیزو راهیسې، د ډله ییزو ګټو پر بنسټ فعالیت کوي او ډیپلوماټیک دود په کې په پام کې نه دی نیول شوی.


دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په دې وروستیو کې، په ترکیه کې د افغانستان سفارت ته خپل نوی ډیپلوماټ استولی دی.


که څه هم د طالبانو حکومت، د کوم هیواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، خو د دوی د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي، په دې وروستیو کې "ملت ته د دولت حساب ورکونې" په نوم غونډه کې وویل، چې د طالبانو حکومت د نړۍ په ۱۵ هېوادونو کې ډیپلوماټیکې استازولۍ لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus