Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبان: پاکستان پر افغان سوداګرو نوي بندیزونه لګولي

په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت وايي چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په یو تازه اقدام کې د افغانستان پر ټرانزیټي سکټور محدودیتونه لګولي دي.


پر افغانانو د پاکستان د حکومت د وروستیو بندیزونو په دوام په اسلام اباد کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت وايي، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په وروستي اقدام کې پر افغان سوداګرو نوي ټرانزیټي بندیزونه لګولي دي.


د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په دې وروستیو کې افغانستان ته د ۲۱۲ سوداګریزو توکو پر صادراتو بندیز لګولی دی.


په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د تور چای، د موټر ټایرونو، ټوکر، روغتیايي او د سینګار په توکو او نورو توکو پر لېږد بندیز لګولی دی.


په ځينو دغو توکو یې د پروسس په نوم د لس سلنه مالیې په زیاتولو سره له افغان سوداګرو څخه غوښتنه کړې چې د ټرانزیټي محمولو سل په سلو کې تضمین وکړي.


سفارت نوي بندیزونه د اپټا تړون خلاف او د افغان سوداګرو له توان څخه پورته بللي او زیاته کړې یې ده چې که څه هم دوی دغه ستونزې د پاکستان له حکومت سره شریکې کړې دي، خو د حل پرځای لا زیاتې شوي دي.


په اسلام اباد کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت ټینګار کړی چې دغه بندیزونه د هېڅ لوري په ګټه نه دي او باید لرې شي، څو د دغه سفارت په وینا، د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو او دوه اړخیزو اړیکو منفي اغېز ونه کړي.




یو شمېر افغان سوداګر وايي، د طالبانو دغه پرېکړه د نړیوالو قوانینو خلاف ده.


یو له دغو سوداګرو افغان ځدراڼ ازادي راډيو ته وویل: "دا د بين المللي قانون، د ټرانزیټ قانون خلاف ده. د دوى سره مونږ د اپټا تړون لرو د دغه د تړون د اصولو خلاف کار يې کړى دى. دوى دا بهانه جوړوي چې زمونږ مالونه د ټرانزيټ په نوم راځي په پاکستان کې خالي کېږي دا خو خپله د پاکستان ستونزه ده."


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ تړون یا اپټا په ۲۰۱۰ کال کې لاسلیک شو.


له دې هوکړې وروسته پاکستان د کراچۍ، قاسم او ګوادر بندرونو له لارې د افغان مالونو د لېږد اجازه ورکړه.


دغه شان افغان سوداګرو ته اجازه ورکړل شوه چې خپل مالونه د هند څو بندرونو ته انتقال کړي او په بدل کې یې پاکستان د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د سوداګرۍ امتیازات ترلاسه کړل.


د اقتصادي چارو یو شمېر افغان کارپوهان په دې باور دي چې له پخوا راهیسې پاکستان تل د افغانستان د سوداګریزو توکو په صادراتو او وارداتو کې د ځان په ګټه پرېکړه کړې، افغانستان یې زیانمن کړی او خپل سوداګریز توکي یې د افغانستان له ټرانزیټي لارې په دېرې اسانۍ منځنۍ اسیا ته صادر کړي دي.




د دغو کارپوهانو له ډلې دریا خان بهیر ازادي راډیو ته وویل: "د دې ستونزو د حل لپاره اړینه ده چې د افغانستان اوسني حکومت یوه د حل لاره ورته ولټوي، څو له دغه یو طرفه وارداتي او صادراتي انزوا څخه خلاصون ومومو او مونږ د منځنۍ اسیا د ټرانزیټي لارې یا هوايي دهلیزونو له لارې صادارات ولرو."


د پاکستان حکومت په داسې حال کې د افغانستان په ټرانزیټي برخه نوي بندیزونه لګولي چې په تېره یوه میاشت کې یې د تورخم دروازه درې ځله د افغان سوداګرو په ځانګړې توګه د تازه مېوو او سبزیو د موټرو پر مخ وتړله، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د چارواکو په وینا، له دې امله دواړو لورو ته شاوخوا دوه میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus