Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د برېښنا له پرچاوۍ شکایت؛ یو شمېر کابل ښاریان: ۲۴ ساعتونو کې له ۵ تر ۶ ساعتونو راځي

 "په ۲۴ ساعتونو کې تقريباً له ۵ څخه تر ۶ ساعتونو برېښنا راځي نوره بېرته ځي. "


دا د کابل د چهلستون سيمې د اوسېدونکي سميع‌الله خبرې دي چې وايي، د برېښنا پرچاوۍ زیاتېدو کابل ښاريان له ستونز سره مخ کړي دي.


نوموړي ازادي راډيو ته وويل، له یوې خوا ژمی په رارسېدو دی او بل پلو د خلکو بې‌وزلي هم ډېره شوې ده، چې له برېښنا پرته ګذاره یې سخته کړې ده.


هغه ازادي راډيو ته وويل:


 "د ژمي په رارسېدو سره د برېښنا پرچاوي هم ډېره شوې ده، خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي، حتی په ۲۴ ساعتونو کې تقريباً له ۵ څخه تر ۶ ساعتونو برېښنا راځي نوره بېرته ځي، خلک هم د دې وس نه‌لري چې په شخصي لګښت باندې د برېښنا ستونزه حل کړي. "


دغه شان د کابل د احمدشاه بابا مېنې ( ارزان قیمت) اوسېدونکی پاچاخان هم ورته خبره کوي وايي:


 "په دې وروستيو کې احمدشاه بابا مېنه کې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې ده، خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي، هوا سړه شوې ده، د سون‌توکو نرخونه لوړ شوي دي، خلک بې‌نهايت اقتصادي کمزوري لري. بل پلو برېښنا نه وي، ځکه د ژوند ټولې چارې دلته په برېښنا پورې تړلي دي. "




دا شکایتونه داسې مهال دي، چې مخکې د سالنګ لارې د تړل کېدو له امله په کابل کې د تیلو او اوبلنو ګازو د بیو د لوړېدو په اړه هم خلکو ازادي راډیو سره خپل شکایتونه شریک کړي وو.


د افغانستان شمالي ولایتونو ته غځېدلې د سالنګ لار له تېرو دوو اونیو راهیسې د رغونې له امله د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.


دا چې کابل ښار په ۲۴ ساعتونو کې څومره برېښنا لري او د برېښنا د کمښت ستونزې حل ته د طالبانو تر کنترول لاندې برېښنا شرکت څومره چمتووالی لري، په‌دې اړه د ياد شرکت وياند حکمت‌الله ميوندي د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.


خو ياد شرکت پر خپل ايکس شبکه يا پخوانۍ ټوېټر پاڼه نن يکشنبه له غرمې وروسته ادعا کړې، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کابل ښار څه د پاسه ۳۹۶ مېګاوټه برېښنا ته اړتيا درلوده، چې دوی څه باندې ۳۰۹مېګاواټه برېښنا رسولې ده چې ۷۸سلنه کېږي.


تر دې مخکې د افغانستان د صنعت‌کاراتو ټولنې مسؤلينو خبرداری ورکړی و، چې ښايي د برېښنا د کمښت له امله يو شمېر فابريکې وتړل شي.


ومو غوښتل چې په دې اړه د صنعت‌کاراتو د ټولنې نظر ولرو، خو مسؤل يې عبدالجبار صافي له ژمنې سره – سره د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.


وارداتي برېښنا او افغانستان کې دننه د برېښنا د سرچينو نه‌شتون هغه لاملونه دي، چې په دغه هېواد کې يې د برېښنا پارچاوۍ ستونزې راولاړې کړي دي او د کلونو په تېرېدو لا هم دې ستونزې ته حل‌لاره نه‌ده موندل شوې.


د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې یا سیګار د ۱۴۰۲ کال وري په میاشت کې په یو راپور کې وویل چې افغانستان خپله د اړتیا وړ ۸۰ سلنه برښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي .


دا برښنا چې له ازبکستان، تاجکستان او ايران څخه واردوېږي، ډېر ځله په کوربه هېوادونو کې د برښنا د مصرف په زیاتېدو سره یې بهیر ټکنی کېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus