Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ملګرو ملتونو یو هیئت د وضعیت د څار لپاره نګرنو قره باغ ته ورسېد

د اذربایجان د جمهوري ریاست یوه ویاند نن سهار د ملګرو ملتونو د دغه هیئت د رسېدو خبر ورکړ، چې په نګرنو-قره باغ کې بشري اړتیاوې وڅېړي.


دا په تېرو ۳۰ کلونو کې لومړی وار دی، چې ملګري ملتونه سیمې ته په تګ بریالی کېږي.


په خټه هغو ارمنانو چې په تېرو درېیو لسیزو کې یې پر نګرنو-قره باغ کنټرول درلود، له بېوسلې کېدو سره موافقه وکړه او کله چې اوونۍ مخکې اذربایجان هلته پوځي عملیات پیل کړل، دوی خپل محلي حکومت منحل کړ.


د فرانسې خبري اژانس په حواله، په وروستیو ورځو کې د نګرنو-قره باغ نږدې ټول یولک او ۲۰زره وګړي له دې سیمې ارمنستان ته وتلي دي.


ځینې کسان چې په وروستیو ورځو کې ارمنستان ته رسېدلي، وايي دوی بېکوره شوي او په سختو شرایطو کې شپې ورځې سبا کوي.


د دغو بېکوره شویو له ډلې نایرې ګریګوریان د چین نړیوالې ټلویزیوني شبکې یا (CGTN) دې پوښتنې ته، چې د وضعیت د بدلون کومه نښه ویني، که څنګه وویل:


" نه، د وضعیت د بدلون کومه نښه نه شته. خپل ماشومان په خطر کې نه شم اچولی. نه پوهېږو اوس چېرې لاړ شو. بېکوره خلک یو. موږ غواړو په ارمنستان کې دننه ځای پر ځای شو، نه په سرحدي کلیو یا ښارګوټو کې. موږ له جګړې ستړي یو او نه غواړو چې په سرحدي ساحه کې ژوند وکړو. غواړو په داسې ځای کې ژوند وکړو چې نور د ډزو غږونه وا-نه ورو."


ارمنستان نن یکشنبه د نګرنو-قره باغ سیمې لپاره د دعا د مراتبو وړاندې کولو خبر ورکړی دی.


دغه هېواد ۲ ملیونه او اته لکه وګړي لري، چې د کډوالو د څپې د ناڅاپي ورماتېدو له کبله د کورونو د کموالي له سخت بحران سره مخامخ دی.


د ارمنستان چارواکو ویلي، چې دا مهال ۳۵زره کسان په موقتي استوګنځیو کې ځای پر ځای دي.


د سره صلیب نړیوالې کمېټې او سرې میاشتې ټولنې د جمعې په ورځ د بېځایه شویو د لاسنیوي لپاره د ۲۲ ملیونه ډالرو په ارزښت د مالي مرستې غوښتنه وکړه.


اذربایجان، چې اوس د بېلتونپالو له مشرانو سره د بیا ادغام پر موضوع خبرې کوي په عین حال کې یې د خپل تېر حکومت او پوځ ځینې لوړ پوړي چارواکي نیولي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus