Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د تورخم دروازې د تړلو دوام؛ حیدري: افغان سوداګرو ته شاوخوا ۳۰ میلیون ډالره زیان اوښتی

په تېره یوه اوونۍ کې د تورخم دروازې له تړل کېدو سره افغان سوداګرو ته څه باندې ۳۰ میلیون ډالره زیان اوښتی دی.


د اتو ورځو په تېرېدو سره لاهم د تورخم دروازه تړلې ده.


په افغانستان کې د تازه مېوو او سبزیو د سوداګرو ټولنه وايي، په یاده موده کې زیات شمېر افغان سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.


د دې ټولنې د عامل پلاوي مشر حاجي امېد حیدري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دواړو خواو کې د ولاړو لاریو ډېره برخه تازه مېوه او سبزي دي چې ټول خراب شوي دي.


حیدري وايي، د تورخم دروازې د خلاصون لپاره باید جدي هڅې وشي.


هغه زیاته کړه: "موږ په ځلونو له پاکستان نه غوښتي چې سیاست له تجارت سره ګډ نه کړي، دا باید بیل شي تر څو تجارت زیان ونه ویني. زموږ او پاکستاني تجاران اوس زیات زیانمن شوي دي. له هغې ورځې نه چې لاره بنده ده زه تاسو ته ویلي شم چې زموږ تاجران شاوخوا ۳۰ میلیونه ډالره زیانمن شوي دي. بار شوي موټرونه د پاکستان او انډیا 'هند' بازارنو لپاره وو."


تورخم دروازه تېره اوونۍ د چهار شنبې په ورځ هغه مهال د پاکستان حکومت له لوري وتړل شوه چې د پاکستاني پوله ساتو او طالبانو تر منځ د طالبانو له‌خوا د یوې پخوانۍ امنیتي پوستې د بیا رغولو پر سر نښته وشوه.


یوه ویډو، چې په ټولنیزو پانو کې خپره شوې، یو افغان سوداګر د خپلو مالونو د له‌منځه تلو خبره کوي.


نوموړ‎ي وايي، پنځه موټر رومیان یې په تېرو اتو ورځو کې خوسا شول او پاتې نور یې هم د خرابېدو په حال کې دي.




په ننګرهار ولایت کې د طالبانو حکومت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د تورخم دروازې په تړل کېدو سره دواړو خواو ته نږدې ۵زره باروړنکي موتړ ولاړ دي.


د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مطبوعاتو امر قریشي بدلون له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د لارې د خلاصون لپاره دواړه خواوو خپلې اندېښنې له یوبل سره شریکې کړي دي.


هغه وايي: "تر اوسه پورې همغه لومړۍ ناسته شوې. زموږ کميسار له پاکستاني چارواکو سره په تورخم کې مذاکرات وکړل او خپلې اندېښنې او ستونزې یې شریکې کړې، خو بیا ناسته نه ده شوې. د سفارتونو په کچه ناستې شوي. هلته په اسلام اباد کې زموږ سفیر له یو شمېر چارواکو سره ګوري."




د قريشي بدلون په خبره، هڅه کیږي چې دغه لار ژر تر ژره پرانیستل شي.


د یادونې ده چې تر دې مخکې هم وخت ناوخته د تورخم دروازه د مسافرو او سوداګرو پر مخ د لنډ مودې لپاره تړل شوې، خو له اوسنۍ پېښې مخکې په ۲۰۱۶ کال هم کې د افغانستان د مخکېني جمهوري حکومت او پاکستاني پوځیانو ترمنځ له نښتې وروسته د تورخم دروازه د ۲۱ ورځو لپاره تړل شوې وه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus