Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په افغانستان کې د پولیو پر ضد د واکسینو د کمپاین پيل؛ یونیسف: ۱۱ میلیون ماشومان واکسینوو

 د دوشنبې په ورځ د افغانستان په ۲۸ ولایتونو د پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ ضد واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو.


د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د واکسین د کمپاین په دې پړاو کې به د ملګرو ملتونو د دفترونو په همکارۍ څه باندې ۱۱ میلیونه له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان واکسين شي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونېسف) چارواکي وايي، د دغه کمپاین په دوهم پړاو کې به راتلونکې اوونۍ بلخ، سمنګان، سرپل، فاریاب، جوزجان او اروزګان ولایتونه تر پوښښ لاندې راشي.


په افغانستان کې د یونېسف د پولیو د له منځه وړلو د عامه اړیکو مسوول کمال شاه ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې سږکال دغه کمپاین په سمه توګه پرمخ یوسي، څو دغه ویروس په افغانستان کې له منځه ولاړ شي.


نوموړي وویل:


" دا کمپاين به څلور ورځې دوام کوي، د پنجشنبې ورځ به يې وروستۍ ورځ وي، البته شپږ ولايتونه چې پنځه ولايتونه، د شمال د حوزې دي او يو د ارزګان ولايت دی، دې شپږو ولايتونو کې به د پوليو کمپاين را روانه اوونۍ پيليږي، ځکه په دې ولايتونو کې د پوليو د له‌منځه وړلو پروګرام غواړي چې ښه کافي امادګي هلته نيول شوي وي، ترڅو دا کمپاين په ښه ډول سره تطبيق شي." 




 د دايکندي ولايت اوسېدونکې حنیفه وايي، زوی یې نن واکسین شو. نوموړې دغه واکسين د ماشومانو د روغتيا لپاره اړين بولي.


حنفیه زیاتوي:


" زما شپږ میاشتنی ماشوم نن واکسین شو. پولیو یوه داسې ناروغي ده چې نه درمل لري او نه درملنه او یوازینی مخنیوی یې دوه څاڅکي واکسین دی. حکومت باید د دې ناروغۍ په اړه د ښځو او کورنیو د پوهاوي کچه لوړه کړي." 


د پوليو د واکسين يو کارکوونکی چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وويل، د پوليو واکسين ته د خلکو نه پوهاوى او د اهميت نشتوالى د دوى کار ستونزمن کوي.


هغه زیاته کړه:


"خلک واکسین ته جدي پاملرنه نه کوي. که د دوی ماشومان په کور کې نه وي، دوی موږ ته قاطع ځواب نه راکوي چې دوی به کله راشي؟ دوی وايي چې ماشومان په کور کې نه‌شته. دوی ته دا مهمه نه‌ده چې ماشومان یې واکسین شوي که نه، موږ داسې پېښې لیدلي دي."




 د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد د یکشنبې په ورځ «ملت ته د حکومت حساب ورکونې» تر نامه لاندې په یوه پروګرام کې په هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو پر ثبتېدو اندېښنه وښوده او په افغانستان کې یې د پولیو پر له منځه وړلو ټینګار وکړ.


هغه وویل چې په افغانستان کې دننه د پولیو د لابراتوار د جوړولو لپاره یو میلیون ډالر ځانګړي شوي چې د دغه ویروس نمونې کشف کړي.


د رسمي شمېرو له مخې، په روان کال کې په افغانستان کې د دغه ویروس ۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.


دا ټولې پېښې د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې ثبت شوې دي.


پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه‌لري او يوازې واکسين کولاى شي ماشومان له دې ناروغۍ وژغوري.


دا ویروس مهمې عصبي رشتې زیانمنوي، کومې چې په شمزۍ یا ستون فقرات کې دي او د ماشومانو د ګوزڼ لامل ګرځي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus