Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت: تېر کال مو ۱۲۴ مدرسو او دارالحفاظونو ته جوازونه ورکړي

د طالبانو حکومت په لومړي، ځل د هغو مدرسو شمیر په ډاګه کړ چې په یوه کال کې یې ورته د فعالیت جوازونه ویشلي دي. 


د طالبانو حکومت د حق او اوقافو وزارت مسلکي معیین، زر محمد حقاني د دوشنبه په ورځ کابل کې  "ملت ته د دولت د حساب ورکونې" په نامه کنفرانس ته د خبرو په مهال وویل، یاد وزارت په تیر یوه کال کې د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې ۱۲۴ مدرسو او دارالحفاظونو ته د جواز فعالیتونه ورکړي دي. 


حقاني وویل: "د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې ۱۲۴ مدرسو او دارالحفاظونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي، د قرانکریم د حفظ او تجوید ۳۰ مرکزونو اسناد څیړل شوي، چې غوښتل یی یادې مدرسې یې ثبتې شي." 




خو ښاغلي حقاني دا ونه ویل چې دا مهال په ټول افغانستان کې څو دیني مدرسې او دارالحفاظونه فعال دي او څو یې له دې وزارت سره ثبت دي. 


دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت تل په دې تورن شوې چې د مکتب او پوهنتونونو په ګډون عصري علومو ته توجه نه کوي. 


په همدې حال کې د ښوونځیو یو شمیر زده کونکي د طالبانو له حکومته غواړي، چې د دیني علومو ترڅنګ دې عصر علومو ته هم پاملرنه وکړي. 


په کابل کې د دولسم ټولګي زده کونکی، مصور احمدی له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "موږ په دې هیواد کې د مدرسو او دیني علومو ترڅنګ، په کورسونو او ښوونځیو کې عصري علومو ته هم اړتیا لرو. موږ له طالبانو غواړو چې دې برخې ته پاملرنه وکړي." 


د یوولسم ټولګي زده کوونکې، حسینه هم چې له دوو کلونو راهیسې له زده کړو محرومه کړل شوې، ورته غوښتنه لري.




حسینه وایي:"موږ د دې ترڅنګ چې پر اسلاميی مسایلو د پوهیدو لپاره دینی زده کړو ته اړتیا لرو، حکومت دې زموږ په مخ ښوونځی هم پرانیزي ترڅو عصري علوم هم زده کړو، موږ دواړو علومو ته اړتیا لرو. " 


د زده کړو د برخی فعال، شیر دل پاڅون وایي، طالبان دیې د دیني علومو ترڅنګ، د عصري علومو د ودې لپاره هم هڅه وکړي. 


نوموړي ازادي راډیو ته وویل:"هغه شان چې د اسلامې امارت مسوولانو مدرسو ته پاملرنه کړې، ښوونځیو ته دې هم توجه وکړي، ترڅو ځوانان هم په دیني برخه او هم عصري علومو کې زده کړې وکړي، موږ هغه مهال له نړۍ سره رقابت کولی شو چې پر دواړو علومو پوه شو." 


دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست، حبیب الله اقا د روان کال په لومړیو کې پنجشیر او نورستان ولایتونو ته د سفر په مهال ویلی وو، چې دوی به په هرې ولسوالی کې به ۱۰ مدرسې جوړی کړی. 


د طالبانو حکومت له تېرو دوو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو په مخ تړلي او له اتو میاشتو راهیسی  نجونو ته پوهنتون ته د تګ اجازه هم نه ورکوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus