Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

بېنیټ: د افغان رسنیو وضعیت ته اندېښمن یم؛ د خبریالانو فدراسیون: طالبانو ۱۲ خبریالان او د یوې راډیو مدیر بندیان کړي

په افغانستان کې د خبریالانو له پرله‌پسې نيونو وروسته، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنیټ په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې ده. 


نوموړي د یکشنبې په ورځ په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې په وروستیو ورځو کې د افغان خبریالانو د نیول کېدو له خبرونو وروسته؛ هغه په افغانستان کې د رسنیو د پراخ اغېزمنېدو په اړه چې له محدودیتونو سره مخامخې دي اندېښمن دی. 


په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د طلوع نیوز خبریال عطاالله عمر، د افغان الايف خبریال وحید الرحمن افغانمل او د رسنیو فعالان شمس الله عمري د يکشنبې په ورځ په کندهار کې نیول شوي دي.  




که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو نوموړي نورو رسنیو ته ویلي چې دغه درې خبریالان د خبريالۍ نه؛ بلکې د ځينو نورو تورونو له امله نيول شوي. 


د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې د خبریالانو پرله‌پسې نيول د اندېښنې وړ بللي اودا يې د بيان د ازادۍ خاموشه کول بللي. 


په دې اعلاميه کې ويل شوي، چې په هلمند ولايت کې سيمه‌ييزو چارواکو د خبريالانو د نيولو تر څنګ پر رسنيو نوي محدوديتونه لګولي او يوازې په تېرو دوو اونيو کې يې په ننګرهار کې درې سيمه ييزې رسنۍ تړلي. 


د دې ادارې مشر ظریف کریمي ازادي راډيو ته وویل: "د دې ډول تاوتریخوالو او نیول کېدو دوام په حقیقت کې د افغان رسنیو د ټولنې لپاره یوه لویه ننګونه کېدای شي. که دا ډول پېښې دوام وکړي، د بیان د ازادۍ غږ به خاموش شي." 


په جلا وطنۍ کې د افغانستان د خبریالانو فدراسیون هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغو خبریالانو نیول غندلي او لیکلي یې دي، چې  طالبانو له خبریالانو او رسنیو سره له خپلو ژمنو سرغړونه کړې ده. 




دغه فدراسیون زیاته کړې، چې ۱۲ خبریالان او د راډیو یو مدیر اوس د طالبانو په بند کې دي او د برخلیک په اړه یې معلومات نه‌شته. 


 د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل تازه راپور کې لیکلي، چې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ په موده کې د خبریالانو له حقونو او د رسنیو له ازادۍ څخه د سرغړونې ۳۶۶ پېښې ثبت شوي چې د رسنیو د کارکوونکو وژل، ګواښل، نیول او تاوتریخوالی په‌کې شامل دي. 


د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اړيکو او حقوقي کمېټې مشرې سمیه ولي‌زاده ازادي راډیو ته وویل: "د خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې له ۳۶۰ څخه زیاتې پېښې ثبت شوې دي، چې په‌کې نیول، ټپي کېدل او وژل کېدل او یا هم د خبریالانو په نښه کول شامل دي، چې دا واقعاً د اندېښنې وړ ده. د اطلاعاتو په برخه کې د طالبانو له‌خوا صادر شوي فرمانونه هم د اندېښنې وړ دي." 


له دې جملې څخه ۳ د وژل کېدو، ۲۳ د خبریالانو د ټپي کېدو او ۱۷۶ د موقتي نیولو او حبس د قضیو راپور ورکړل شوي، چې دا مهال د درېیو نویو نیول شویو خبریالانو تر څنګ ۹ نور خبریالان د طالبانو د حکومت په زندانونو کې دي. 


دا په داسې حال کې ده چې، د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته په افغانستان کې د رسنيو د فعاليتونو د محدودولو تر څنګ  څه باندې ۲۲۰ رسنيو خپل فعاليتونه ودرول.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus