Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

یو شمېر افغان کډوال: د اسلام اباد پولیسو د پیسو اخېستو لپاره بندیان کړي وو

"۱۵ کسانو ۱۰۰۰۰ ورکړې، موږ ۶ پاتې شوو او پیسې مو ورنه‌کړې. په پای کې ۶ کسانو څخه هم، ۵ کسانو يې پيسې ورکړې، او بالاخره موږ هم پیسې ورکړې."


دا په اسلام اباد کې د یوه افغان کډوال ادعا ده، چې په وینا یې پاکستاني پولیسو شلو نورو افغانانو سره د شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې له کوم دلیل پرته نیولي وو.


هغه، چې د موضوع د حساسیت له امله ونه غوښتل نوم یې په راپور واخیستل شي ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې له قانوني اسنادو سره سره پاکستاني پولیسو د دوی د خلاصون په موخه له هر یوه څخه لس زره پاکستانۍ کلدارې اخیستي دي.


دی وايي، وروستيو څو ورځو کې يې د ويزې موده تمديد کړې ده او په قانوني توګه په پاکستان کې د پاتې کېدو حق لري.


د ده په وينا، له دوى سره د پوليسو چلند له سپکاوي ډک و او دوی ته يې وويل، چې ورڅخه د پيسو اخيستلو په اړه بايد رسنيو ته څه ونه وايي.


نوموړی وايي: "زموږ له افغانانو څخه يو کس هلته راغى او ويې ويل، د يو نفر پر سر شل زره کلدارې راکړئ، چې خوشې مو کړي، موږ وويل، چې موږ پيسې نه ورکوو، موږ ويزې او پاسپورټونه لرو، موږ چې يې يوړو، دوه کسانو ويزې او پاسپورټونه نه درلودل او ټوکنونه يې درلودل. نورو ټولو ويزې او پاسپورټونه لرل."




 


یو بل افغان کډوال هم، چې د شنبې په ورځ د پاکستاني پولیسو له‌خوا نیول شوی و، ازادي راډیو ته وویل: "زموږ له ثبت او راجستر وروسته هغوی په مستقیم ډول له موږ څخه وغوښتل چې هر یو لس زره کلدارې ورکړو. موږ وویل چې زموږ جرم څه دی؟ زموږ ټول اسناد بشپړ دي. موږ هېڅ جرم نه‌دی کړی سره له دې چې زموږ ټول اسناد بشپړ وو. له هر یوه څخه یې لس زره کلدارې وغوښتې."


تر دې مخکې په پاکستان کې د افغان بندیانو مدافع وکیلې منزه کاکړ هم ویلي وو، چې افغان کډوال د پاکستاني پولیسو لپاره د عاید سرچینه ګرځېدلې ده.


خو د پاکستان حکومت تر اوسه دغو ادعاوو ته غبرګون نه‌دی ښودلی.




 


ورته وخت کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو د شورا مشر میر احمد روفي وايي، چې څو اوونۍ وړاندې یې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه یو پرانېستی لیک د پاکستان حکومت او د ملګروملتونو بېلابېلو چارواکو ته استولی و.


نوموړي وویل:"موږ په اسلام‌اباد کې مېشتو کډوالو یا د افغان مهاجرینو شورا د "اعتراض" په نوم یو پرانېستی لیک ترتیب کړ چې له ۵۰۰ ډېرو کډوالو په لاسلیکونو سره مو د ملګروملتونو دفترنماينده‌ګۍ ته واستاوه او هم مو په اسلام‌اباد کې د کورنیو چارو وزارت ته مراجعه وکړه. پارلمان ته ولاړو، بشري حقونو ته مو مراجعه وکړه، خو تر دې دمه هېڅ یوه موږ ته شين څراغ نه‌دی ښودلی."


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دغه راپور تر خپرېدو پورې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.


په پاکستان کې د هغو افغان کډوالو تر څنګ چې کلونه کلونه کېږي، په یاد هېواد کې مېشت دي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته په زرګونه نور افغانان هم بېلابېلو هېوادونو ته د پناه غوښتنې کېسونو د پړاوونو د بشپړولو لپاره پاکستان ته تللي دي، چې وخت په وخت دوی د پاکستاني پولیسو له‌خوا ځورول شوي او شکایتونه يې کړي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus