Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

له افغانستانه د سرتېرو په ایستلو کې د بې‌نظمۍ پړه بیا د بایډن پر ادارې واچول شوه

واشنګټن ایکزامینر:


واشنګټن ایکزامینر امریکایۍ ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې یوځل بیا له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو له کبله د ولسمشر جوبایډن پر ادارې انتقادونو ته کتنه کړې.


د ورځپاڼې د لیکنې له مخې پخواني امریکايي پوځیان له افغانستانه د سرتېرو په ایستلو کې د بې نظمۍ پړه د بایډن پر ادارې اچوي.


ورځپاڼه لیکي، د پوځ د مرکزي قرارګاه پخواني درستیزوال متقاعد ډګروال سِت کرومریچ، په افغانستان کې د محاربې یوه قوماندان متقاعد ډګروال کریستوفر کولیندا او بریدګي جیکب سمیت د تېرې پنجشنبې په ورځ د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د فرعي کمېټې استماعیه غونډې ته په دې اړه خپل نظریات اورولي دي.


واشنګټن ایکزامینر لیکي، جمهوریپالو وکیلانو د دې استماعیه غونډې له فرصت څخه کار واخیست او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر وروستیو اوونیو یې تمرکز وکړ په داسې حال کې چې ډیموکراتان وايي، له جریاناتو د زده کړې لپاره د کانګرس نظر باید یوازې وروستۍ څو اوونۍ نه بلکې تر هغه پراخه موده راونغاړي.


خو ورځپاڼه د متقاعد ډګروال کرومیریچ له قوله ليکي چې هغه وکیلانو ته ویلي، وروستۍ خبره دا ده چې د بایډن د ادارې په مشرۍ له افغانستانه د وتلو څرنګوالی او وخت، په دې مسئله کې تر ټولو زیاته پړه او د افغانستان د ناکامۍ او سقوط په برخه کې تر ټولو زیاتې غلطۍ د دوی غاړې ته اچوي.


امریکايي ځواکونه او د امریکا په مشرۍ نور نړیوال پوځيان په ناڅاپي توګه د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په پای کې له افغانستانه ووتل چې دې کار په امریکا کې دننه او د نورې نړۍ سخت انتقادونه وپارول.


نېشنل انټرسټ:


نېشنل انټرسټ آنلاین خپرونې د یوه مطلب په سرلیک کې لیکلي چې له افغانستان سره تعامل د امریکا په ګټه دی.


خپرونه لیکي، دوه کاله وروسته له دې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د ځینو کسانو د هیلو برعکس د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې مقاومت تیت و پرک دی او احتمالاً د دوی تر ټولو ځواکمنه مخالفه ډله اسلامي دولت یا داعش دی.


خپرونه زیاتوي، له دې چې طالبان کوم واضح بدیل نه لري او په امریکا کې هم پر افغانستان د بل برید لپاره لېوالتیا نه شته، نو داسې ښکاري چې د امریکا د ګټو لپاره تر ټولو لږ بد انتخاب، د افغانستان له اوسني رژیم سره ګډ کار دی.


نېشنل انټرسټ د مطلب په دوام زیاتوي چې له افغانستان سره تعامل به د چین په څېر د سیالانو پر وړاندې د امریکا دریځ پیاوړی کړي او افغانستان به که د امریکا خواخوږي ورسره وي، چین د ګډ سرحد په اوږدو کې د دفاعي اقداماتو پیاوړي کولو ته وهڅوي.


خپرونه لیکي چې په دې صورت کې به هغه سرتېري، چې د افغانستان په سرحد کې ځای پرځای کېږي په ټایوان کې د چین د اشغال لپاره ونه کارول شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus