Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

رسنۍ: د سینګارتونونو بندېدو په اړه د طالبانو فرمان له پراخ مخالفت سره مخامخ شوی

واشنګټن پوسټ:


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د سینګارتونونو د بندېدو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.


په دې مقاله کې راغلي چې طالبانو د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې سینګارتونونه باید د یوې میاشتنۍ ضرب الاجل پای ته رسېدو سره وتړل شي.


د مقالې په وینا، د طالبانو دا فرمان څو ورځې مخکې د خلکو له پراخ مخالفت سره مخامخ شو.


ورځپاڼه لیکي چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر دا نه دي ویلي چې ایا د هغو سینګارتونونو پر وړاندې به له زوره کار واخلي چې د دوی دا پرېکړه ونه مني که څنګه.


د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د فرمان له مخې، سینګارتونونه د اسد له درېیمې نېټې خپل کار ته دوام نه‌شي ورکولای.


د راپورونو پر اساس د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په وینا، دغه سینګارځایونو د دوی سپارښتنې په پام کې نه وې نیولې، ځکه یې د تړل کېدو امر شوی دی.


د طالبانو د چارواکو له قوله راپورونه ورکړل شوي چې دغه سینګارځایونو ته دا سپارښتنې څو میاشتې مخکې لېږل شوې وې، خو هغوی ورته پام نه دی کړی.


خو د سینګارځایونو څښتنانو ازادي راډیو ته ویلي، دوی له وړاندې دغه اصول رعایت کول او دغو سپارښتنو ته اړتیا نه وه.


تر دې مخکې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر ویلي وو، چې په دغه سینګارتونونو کې ډېرې پیسې مصرفېدې.


هغه همداراز ویلي وو، چې د ښځو د وریځو اېستل او د ساخته ګي ویښتانو لګول غیر شرعي کار دی.


د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په مقاله کې د ښځو د لاریون یادونه هم شوې چې په پلازمېنه کابل کې لسګونو سینګارګرې په کې راټولې شوې وې.


د طالبانو امنیتي ځواکونو د دغو مظاهره‌چیانو د تیت او پرک کولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګازه کار واخیست او هوايي ډزې يې وکړې.


د افغانستان د کسبګرو او دوکاندارانو د اتحادیې د معلوماتو پر اساس د شاوخوا ۱۲۰۰۰ سینګارتونو له بندېدو سره به تقریباً ۶۰۰۰ ښځې دندې له لاسه ورکړي.


ایس پي این: 



ایس پي این سپورټي ویبپاڼې د افغانستان د ښځینه فټبالرانو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.


په دې مقاله کې راغلي چې خالده پوپل چې د افغانستان د ښځينه فټبال ټيم کپتانه وه او د افغانستان د ښځينه فوټبال ټیم یو څو غړې د جولای په شلمه نېټه د اسټرالیا د ښځو د نړیوال جام د پرانیستې لوبې لیدو ته ورغلې وې.


په مقاله کې راغلي چې یو وخت دوی د خپل ژوند ژغورلو په خاطر چې فوټبالرانې دي، خپل هېواد پرېښودو ته اړې شوې وې او اوس هغه هیواد چې دوی په کې خوندي ځای موندلی پر ښځینه ټیم راټولې شوې.


خو په مقاله کې لیکل شوي چې په داسې حال کې چې د نړۍ سترګې د مېرمنو نړیوال جام لپاره اسټرالیا او نیوزیلنډ ته ځير دي، د افغانستان ښځينه فوټبال ټيم له نړۍ غوښتنه لري چې دوی هېرې نه کړي.


د مقالې په پای کې راغلي چې د افغان ښځينه فوټبال ټيم غړیو لپاره فوټبال د پیوستون او مقاومت استازیتوب کوي.


په افغانستان کې د ښځو سپورټ لا هم طالبانو منع کړی دی.


تېره میاشت د ملګرو ملتونو په یو راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو بشري حقونه په سیستماتیک ډول دومره محدود شوي چې ښايي د جنسیت پر اساس ځپنه وګڼل شي چې دا د انسانیت پر ضد جرم دی او جنسیتي توپیري چلند بلل کېدای شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus