Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

چارواکي: د اوکراین په ځینو برخو کې یو وار بیا سختې نښتې شوي

د اوکراین له ځینو برخو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو وار بیا د سختو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.


د اوکراین د لوی درستیز دفتر وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دونیڅک سیمې د باخموت، لیمان، افدییفکا او ماریینکا په ځینو برخو کې سختې جګړې شوې دي.


د دې دفتر د راپور له مخې، د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال په ټوله کې ۲۶ وسله والې نښتې شوې دي.


د اوکراین پوځ دغه راز ویلي، چې روسي پوځیانو پرون د دوی پر سنګرونو او ګڼ مېشتو سیمو ۴۳ هوايي حملې کړي او ۵۱ سالوو توغندي یې ویشتلي دي.


بلخوا د دنیپروپیټروفسک والي سیرهي لیسول ویلي، چې د روسیې پوځ د اوکراین د جنوب پر دې سیمې هم حمله کړې ده.


د هغه په وینا، په ایران کې د شاهد په نوم جوړې شوې دوې بې پېلوټه الوتکې هم د اوکرایني ځواکونو له خوا نسکورې شوې دي.


د اوکراین چارواکي وايي، د روسیې تر ولکې لاندې د کاخوفکا بند تر ویجاړېدو وروسته د مړو شمېر ۱۶ ته زیات شوی دی.


دغه بند د جون پر شپږمه ویجاړ کړای شو.


چارواکي وايي، ۲۹ نور کسان د مسکو تر ولکې لاندې سیمو کې د بند تر ویجاړېدو وروسته د سېلابونو له کبله مړه شوي دي.


د اوکراین د کورنیو چارو وزارت پرون په ټلګرام کې لیکلي، چې په خرسون او میکولایف سیمو کې ۳۶۰۰ کسان له سېلاب ځپلو سیمو ایستل شوي او ۳۱ نور کسان لا هم تري تم دي.


کییف د بند په عمدي ویجاړولو کې مسکو په لاس لرلو تورنوي او وايي په دې ډول یې غوښتل د اوکراین پر جنوبي سیمه خرسون سېلاب وبهېږي او د اوکراین تهاجمي عملیات ورو شي.


په همدې حال کې د اروپايي ټولنې د صنایعو رییس تیري بریټون له یوې فرانسوۍ ورځپاڼې سره په خپله نننۍ مرکه کې ویلي، دغه ټولنه د روسیې د زیاتېدونکي تهاجم په وړاندې د مبارزې لپاره اوکراین ته د وسلو او مهماتو لېږل چټک کوي.


اوکراین خپل تهاجمي او دفاعي عملیات د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې له روسیې د اشغال شویو سیمو د نیولو لپاره پیل کړل.


د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لوېد اسټن تېره اوونۍ د کییف له متحدانو غوښتنه وکړه، چې اوکراین ته نورې وسلې او مهمات هم ورکړي. پر اوکراین د روسیې د یرغل نږدې ۱۶ میاشتې کېږي، چې لا هم ختم شوی نه دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus