Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په افغانستان کې یو اتریشی وګړی نیول شوی

د اتریش حکومت وايي چې یو وګړی یې افغانستان ته له سفر وروسته نیول شوی دی.


د اتریش د بهرنیوچارو وزارت وايي، د دې هېواد یو وګړی چې افغانستان ته یې سفر کړی و، هلته نیول شوی دی.


دې وزارت نن په دې اړه د پوښتنو په ځواب کې د ایمیل په وسیله تایید کړه چې دا اتریشی په مې میاشت کې افغانستان ته د سفر پرمهال هلته نیول شوی او له تېرو څو اونیو راهیسې بندي دی.


خو دې وزارت ویلي چې د د دې هېواد وګړو ته ډېر پخوا خبرداری ورکړل شوی و، چې افغانستان ته دې سفر نه کوي.


د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې کس د نیول کېدو د خبر له اورېدو وروسته یې دې ستونزې ته د یوې حللارې د موندو هڅې پیل کړې او د هغه له کورنۍ سره منظم تماس لري.


اتریشۍ ورځپاڼې سټنډرډ چې لومړی یې دا خبر ورکړ وايي نیول شوی کس چې عمر یې له اتیا کلونو لوړ دی یو ښي اړخی بنسټپال متقاعد نارینه او د ملي ډیموکراتیګ ګوند په نوم د یوه کوچني ښي اړخي بنسټپال ګوند له موسسانو څخه دی.


په اتریش کې د نوموړي ګوند پر فعالیت په ۱۹۸۸ کال کې بندیز لګېدلی و.


د اسوشېټېډپریس آژانس د راپور له مخې دا اتریشی د افراطي ښي اړخو په یوه مجله کې د یوې مقالې له خپرېدو وروسته په افغانستان کې نیول شوی دی.


په دې مقاله کې چې عنوان یې دی له طالبانو سره د رخصتۍ ورځې، نوموړي په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند ډېر مثبت انځور کړی دی.




د راپورونو له مخې دا اتریشی سړی په جاسوسۍ تورن شوی دی او د هغه د نیولو قضیه د اتریش د نویو نازیانو ډلې پر خپله ټلګرام پاڼه علني کړه.


د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د اتریش د بهرنیوچارو وزارت د معلوماتو د محرمیت د قوانیو له کبله د دې اتریشي هویت نه دی ښودلی او په اړه یې جزییات هم نه دي ورکړي، خو سټندرډ ورځپاڼې دا اتریشی یوازې د هربرت اف په نوم پېژندلی او ویلي یې دي چې هغه خطرناکو سیمو ته د سفر سخت مینه وال و.


د ورځپاڼې د راپور له مخې هربرت په اتیایمه میلادي لسیزه کې هم افغانستان ته تللی و، او څو کاله مخکې د هغو کردانو لیدو ته ورغلی و، چې د سوریې په شمال کې یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ضد جګړه کوله.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus