Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د امريکا بهرنيو چارور وزارت د افغانانو د تخليې ايتلاف سره تړون لاسلیک کړ

 


د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د افغانانو د تخلیې له ايتلاف AfghanEvac سره د دې هېواد د افغان همکارانو د لېږد او په امریکا کې یې د مېشتېدنې په اړه یو تړون لاسلیک کړ.


د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن یو ځل بیا ټینګار وکړ چې هېواد یې د خپلو افغان همکارانو د لېږد پروسې ته ژمن دی.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بلېنکن د دوشنبې په ورځ د افغانانو د تخلیې له ايتلاف یا AfghanEvac سره یو تړون لاسلیک کړ چې امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو په لېږد کې مرسته کوي.


بلېنکن په همدې اړه جوړې شوې ناستې ته وویل: "کله چې ولسمشر بايډن د امریکا تر ټولو اوږد جنګ پای ته ورساوه، ژمن شو چې د امریکا متحده‌ایالات د خپلو افغان همکارانو د لېږد او بیا مېشتېدنې پروسې ته دوام ورکړي. موږ ژمن یو چې خپله دا ژمنه عملي کړو، لکه له دې ډلې سره په ګډه او دا هغه کار دی چې موږ یې کوو. "


بلېنکن دې مراسمو ته وویل، تر اوسه له ۹۷ زرو ډېر افغانان امریکا ته لېږدول شوي دي.


د افغانانو د تخلیې ايتلاف له هغو ۲۰۰ بنسټونو جوړ شوی چې د امریکا د حکومت ترڅنګ په امریکا کې د افغانانو د بیا مېشتېدو په خاطر کار کوي.


د دې ايتلاف مسوول شاون وندایور د امریکا له حکومت سره د تړون د لاسليک کېدو په مراسمو کې وویل، که څه هم امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو په لېږد کې د پام وړ کارونه شوي، خو بیا یې هم ټینګار وکړ چې په دې برخه کې لا ډېر نور کار ته اړتیا شته.




په ورته وخت کې د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانانو د مېشتېدنې چارو د هڅو همغږي کوونکې مارا تکاچ د افغانانو د تخلیې له ايتلاف سره د تړون په مهال د کډوالۍ په ځانګړو ویزو یا 'ایس آی وي' کې د DS-157 فورم د ختمولو خبر هم ورکړ چې له مخې به یې د دې ویزې پروسه لنډه شي.


ځینې هغه افغانان چې په ګاونډیو هېوادونو کې منتظر دي چې په امریکا کې د مېشتېدو په خاطر یې د پناه غوښتونې قضیې وڅېړل شي، وايي، د دې تړون له لاسليک کېدو وروسته یې هیلې ډېرې شوي دي.


ایمل حبیبي چې دا مهال په پاکستان کې منتظر دی چې په امریکا کې یې د پناه غوښتنه ومنل شي، له ازادي راډيو سره په خبرو کې یې وویل، امریکا دې ژر تر ژره خپله نوې پرېکړه عملي کړي.


حبيبي وايي: "هیله لرم، دا ځل چې کومه ژمنه، پرېکړه او لاسلیک یې چې کړی دې ته د عمل جامه واغوندي او هغه افغانان چې په درېیمو هېوادونو کې دي یا هم په افغانستان کې دي او ژوند ته یې ګواښ پېښ دی، دوی له افغانستان او نورو هېوادونو څخه وباسي او امریکا ته یې ولېږدوي."


یو بل افغان خبریال ظاهر بهاند چې له یوه کال راهیسې په پاکستان کې منتظر دی چې په امریکا کې د مېشتېدو په خاطر یې د پناه غوښتنې قضیه وڅېړل شي، ازادي راډيو ته یې وویل: "د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرونۍ ناسته او له مختلفو بنسټونو سره تړون یې یوه لویه موضوع ده چې د پناه غوښتونکو د خوشالۍ سبب شوې او هیله لرم چې عملي شي."


د امریکا متحده‌ایالات په داسې حال کې د افغان پناه‌ غوښتونکو د لېږد په برخه کې خپله ژمنه تازه کوي، چې تر دې مخکې هغه افغانان چې د کډوالۍ د ځانګړې ویزې یا ایس آی وي او همدا ډول د پي ون او پي ټو کېسونه یې درلودل، د دې پروسو له پڅوالي شکایتونه کړي وو.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus